د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۰۵

جمعه د اپریل 9 مه


نیویارک ټایمز او ګارډین ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشر کرزي او لوېدځیوالو درمنځ د ورستیو کړکېچ په اړخ مطالب خپاره کړي دي او د روان کړکېچ پړه یې د اوباما په غاړه اچولی دی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې تر دې عنوان لاندې، "امریکا غواړي چې له ولسمشر کرزي سره خپلې اړیکي ترمیم کړي"، مقاله خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې د افغانستان د ولسمشر او امریکایي چارواکو تر منځ له لفظي شخړو وروسته اوس امریکا خپله لهجه بدله کړې ده او حامد کرزي ته د یوه محترم شخصیت په توګه ګوري.

د نیویارک ټایمز په وینا په اړیکو کې د اعتدال راوستو لپاره امریکایي چارواکو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د پخواني مرستیال پیټر ګالبریت دا څرګندونې سختې ردې کړې دي، چې ویلې یې دي حامد کرزی فکري استقرار نه لري او له نشه اي موادو استفاده کوي.

د ورځپاڼې له نظره امریکا دا خبرې بې بنسټه بللې دي او د اوس لپاره یې ګټورې نه دې ګڼلې.

له انتقادونو سره سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیپ کراولي ویلي دي، چې امریکا به خپلې اړیکې له ولسمشر کرزي سره وساتي.

د کراولې په قول د جمعې په ورځ د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنټن له ښاغلي کرزي سره په ټیلفون خبرې وکړې، د روانې اونۍ په پیل کې ولسمشر کرزي په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سټینلي مک کرېسټل او په کابل کې د امریکا له سفیر کارل ایکنبرې سره هم ولیدل.

نیویارک ټایمز زیاتوي، چې کراولي د سپینې ماڼۍ د ویاند دا خبره چې ویلې یې و په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر کرزي لیدنه له بارک اوباما سره د مې په میاشت کې تر سوال لاندې مساله ده، اصلاح کړه او ویې ویل، چې دا پروګرام په خپل حال دی او هیڅ بدلون به په کې نه دی راغلی.

کراولې بیا وایي، چې د حامد کرزي ځینې خبرې ښایي په امریکا کې د ځینو لپاره د اندیښنې وړ وي خو دا طبعي خبره ده ځکه چې په امریکا کې هم ممکن یو شمیر خبرې، که هغه په اجراییه، مقننه یا کومې بلې برخې کې وي، د کرزي او د هغه د حکومت په زړه برابرې نه وي.

د کراولې په باور حامد کرزی په سیاسي ډګر کې د امریکا یو شریک دی، چې امریکا ورته درناوی کوي او له نژدې ورسره همکاري لري څو یو حکومت او یو سالم اداري سیسټم په ملي او محلي کچه په افغانستان کې حاکم شي.

ګارډین:

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې بیا په خپلې وروستۍ ګڼې کې تر دې سرلیک لاندې مقاله خپره کړې ده، "امریکا کرزي ته محتاجه ده" د دې لیکنې په یوې برخه کې لیکل شوې دي، چې افغانستان ته د سفر پر مهال د امریکا ولسمشر د دې پرځای، چې د یوه ولسمشر په توګه خبرې وکړي د پوهنتون د یوه پروفیسور په حیث یې خبرې کولې، لکه د افغانستان ولسمشر ته چې درس یا دستور ورکوي، چې اداري فساد لرې کړه، د مخدر موادو پر کار د ککړ انسانانو لاسونه لنډ کړه، د ملي شورا ازاد او عادلانه انتخابات وکړه.

د ورځپاڼه په وینا اوباما دا ډول خبرې وکړې او بیا پرته له دې چې په خبرې کنفرانس کې څرګند شي له افغانستانه ولاړ.

تردې مخکې هم د امریکا یو شمیر چارواکو لکه د امریکا مرستیال ولسمشر جوزف بایډن پر ولسمشر کرزي انتقاد کړی و او هغه وخت هم یو شمیر امریکایي چارواکو له اوباما سره د کرزي د لیدنې کتنې د لغو کېدو خبره کړې وه، چې بیا حامد کرزي د دې په ځواب کې د ایران ولسمشر ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته ورشي.

ګارډین وړاندې لیکي، امریکا باید له افغانانو او په ځانګړي ډول له ولسمشر کرزي سره باید په خپل چلند کې احتیاط وکړي، ځکه چې د دوی له همکارۍ پرته امریکا په افغانستان کې نه شي بریالۍ کیدای.

له دې امله د ورځپاڼې په وینا امریکا کرزي ته احتیاج لري، ورځپاڼه بیا لیکي، لومړۍ خو د کرزي پر ځای بل څوک نه شته، دوهم د کرزي د لرې کولو لپاره د یوې کودتا په څیر د یوه اقدام د ترسره کولو تصور نه شي کیدای.

ګارډین بیا لیکي، واشنګتن ښایي له خوښۍ پرته دا ومني، خو د افغانستان ولسمشر به د خپل کار ترپایه خپل کار ته دوام ورکړي، ځکه چې د افغانستان تاریخ ته که وکتل شي افغانانو تل د هغه مشر دفاع کړې ده چې د سیاسي استقلال څرګندونه یې کړې ده او سترو ځواکونو په وړاندې یې سر راجګ کړی.
XS
SM
MD
LG