اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك بيا هم د انتخاباتو د قانون په سر روانې لانجې ته ځانګړې كړې او ويره يې څرګنده كړې، چې د دې لانجې دوام په هېواد كې يو نوې سياسي بحران وزيږوي.
ورځپاڼې په همدې مخ كې د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په اړه، چې په كې په لويديځ تند انتقادونه شوي، چې سپينې ماڼۍ غبرګون راخيستې او ليكلي، چې دا ډول څرګندونې ځورونكې دي.
ورځپاڼې په دوام كې د سپينې ماڼۍ د وياند په حواله ليكلي، چې د اوباما اداره هڅه كوي پوه شي، چې د كرزي د دا ډول څرګندونو ترمنځ كومه انګيزه پرته ده.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د سولې په ملي جرګې بحث كړې، چې ټاكل شوې، چې د غويي په مياشت كې په كابل كې جوړه شي او ليكلي، كه د جرګې پريكړه بيا هم دولت وكړي نو پايلې به يې د سولې د سيمه ايزې جرګې په توګه نا څرګنده وي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې په تېرو اتو كلونو كې د رسنيو په ودې بحث كړې او په دې ترڅ كې هغو نيمګړتياو ته هم كتنه كړې، چې د رسنېو په كارونو كې موجودې دي.
ورځپاڼې په دوام كې په كابل كې د رسنيو د كارونو د څيړنې لپاره جوړ شوي سمينار ته په اشارې هيله څرګنده كړې، چې دا به شته ټولې ستونزې وڅيړي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته كتنه شوې او هڅه شوې د هغې اصلي عاملين په توګه شي.
افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم د ولسمشر كرزي د څرګندونو په اړه د سپينې ماڼۍ غبرګون راخيستې او د امريكا د دفاع وزير په حواله يې ليكلي، چې د دې ټولو انتقادونو سره سره د اوباما اداره غواړي، چې له ولسمشر كرزي سره د افغانستان د يو منتخب ولسمشر په توګه همكاري وكړي.
په ورځپاڼه كې د ښاغلي كرزي د انتقادونو په اړه د افغان كتونكو نظرونه هم راخيستل شوي او ليكل شوي، چې له كابل سره د بهرنيانو د تودې دوستۍ او ملګرتيا ګراف راټيټ شوې دې.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د ناټو هوايي بمبارۍ ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې په دې بمبارېو كې يو ځلې بيا عامه خلك وژل شوي دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد روانې مبارزې ته هم كتنه شوې او په دې برخه كې د جدي اقداماتو غوښتنه شوې.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د سولې د ملي مشورتي جرګې په اغيزو بحث كړې او ليكلي، چې دا په هېواد كې د سولې د ټينګښت لپاره يوه ستره هيله ده.
ورځپاڼې په دوام كې افغان دولت او نړېوالې ټولنې ته دا سپارښتنه كړې، چې د دې مشورتي جرګې پريكړې دې عملي كړي او عملا دې په هېواد كې د سولې د ټينګښت زمينه برابره كړي.
ورځپاڼې په خپل ننني كارټون ونې د طبعي ښكلا يوه مهمه برخه انځور كړې او په كې دا سپارښتنه شوې ، چې د ونو د وهلو نه بايد ډډه وشي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم په خپله سرمقاله كې د رسنيو د كارونو او ستونزو د څيړنې لپاره جوړ شوي سمينار ته كتنه كړې او په دې ترڅ كې د رسنيو مسلكي او اخلاقي مسؤليتونه په ګوته كړي دي.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې څومره نيكمرغي به وي، چې افغان خبريالان خپلو ملي او د ژورناليزم اخلاقي اصولو ته په پام سره كار وكړي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د افغان ولسمشر او لويديځ ترمنځ وروستۍ شخړې ته په اشارې په يو څيړنيز مطلب كې ليكلي، چې ولسمشر نا بلده دروازې وهي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم د ښاغلي كرزي په څرګندونو انتقاد كړې او ليكلي، چې د دا ډول څرګندونو پايلې د افغانستان لپاره خورا بګنوونكې دي.
دې ورځپاڼې هم د ښاغلي كرزي د انتقادونو په اړه د سپينې ماڼۍ غبرګون راخيستې او ليكي، چې د ښاغلي كرزي څرګندونې حقيقت نه لري.