د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۹

سې شنبې د اپرېل ۶مه

واشنګټن پوسټ:د کرزي د یوه خپل حکمت کرزي له قوله ویلي
واشنګټن پوسټ:د کرزي د یوه خپل حکمت کرزي له قوله ویلي

نن د نړېوالو نيويارك ټايمز لاس انجلس ټايمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو مطالب بيا د افغان ولسمشر حامد كرزي په څرګندونو څرخي.

نيويارك ټايمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کرزي د وروستیو ورځو څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې لوېدیځوال د کرزي د انتقادونو ځواب په اسانه نه شي ورکولی.

ورځپاڼه زیاتوي، چې ډېرکسان وېره لري چې اړیکي به ښايي لا خرابې شي ځکه چې کرزی د ایران او چین په شان هېوادونو ته نژدې کېږي، چې ګټې یې تر ډېره حده د لوېدیځ له ګټو سره په ټکر کې دي او له طالبانو سره خواخوږي ښکاري.

دې ورځپاڼې په کابل کې د یوه لوېدیځ ډیپلومات له قوله، چې په سیمه کې زیاته تجربه لري، لیکلي چې سیاسي اړیکې مخ په خرابېدو دي.

لاس انجلس ټايمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې بیا د کرزي له قوله دا خبره راخیستې چې که د ده په حکومت کې د بهرنیانو لاس وهنې دوام وکړي، دی به مجبوره شي ،چې له طالبانو سره لاس یوکړي.

ورځپاڼې لیکلي چې ولسمشر کرزي دا خبره د شنبې په ورځ د ولسي جرګې شاوخوا اویا غړېو ته په وینا کې کړې ده.

لاس انجلس ټایمز وايي، چې د لوېدیځ پر ضد د کرزي غصه په افغانستان کې ځینې دیپلوماتان او د افغانستان د ولسي جرګې غړي ناراضه کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر کرزي وکیلانو ته وویل، چې لوېدیځوال د افغانستان په سیاسي چارو کې لاس وهنه کوي او په دې کار سره له طالبانو سره مرسته کوي ځکه چې د ولس په ذهن کې دا نظر پیاوړی کوي، چې د طالبانو هلې ځلې د بهرنیو ځواکونو د اشغال په وړاندې مشروع مقاومت دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ هم په همدې موضوع لیکنه خپره کړې او په یوه برخه کې یې د کرزي د یوه خپل حکمت کرزي له قوله ویلي، چې لوېدیځوال بیا بیا دوی ته وايي، چې فاسد دي.

حکمت کرزي، چې د سولې او جنګ د تحقیقاتو د مرکز مشر دی وايي، چې لوېدیځوال ور سره داسې چلند کوي لکه څوک چې یې له ماشومانو سره کوي.

خو دا ورځپاڼه بیا د ولسمشر کرزي په حکومت کې د هغه د یوه نژدې همکار له قوله لیکي، چې کرزي په دې ډول څرګندونو سره د افغانستان ملي ګټو ته تاوان رسولی دی.

د هغه په وینا په افغانستان کې د لوېدیځو ځواکونو حضور د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی چې باید ور څخه استفاده وشي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG