اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې بيا هم د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ خبرو ته كتنه كړې او په دې ترڅ كې د كابينې د پاتې وزيرانو په پيژندګلوۍ كې ځنډ ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا د كابينې پاتې څوكۍ د حزب اسلامي كسانو ته وركولې كيږي.
ورځپاڼې يو ځلې بيا د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په رڼا كې له نړېوالو متحدينو سره د هغه اړيكې څيړلي او هغه يى بحراني تعريف كړي دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد ستونزې ته هم كتنه شوې او د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې په حواله ليكل شوي، چې بهرنيان په لوړه كچه په اداري فساد كې ښكيل دي او افغان دولت دا توان نه لري، چې له هغوى حساب واخلي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې كندهار ته د ولسمشر كرزي په سفر او د هغه په څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، چې دغه ولايت بايد د امنيت، ښې حكومتدارۍ او بيارغاونې له پلوه بيلګه ايز ولايت شي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، كه دا اهداف ترلاسه شي نو اغيزې به يې په شاوخوا ولايتونو هم مثبتې وي.
ورځپاڼې منځنۍ اسيا ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په سفر هم بحث كړې او د هغه په حواله يې ليكلي، چې په افغانستان كې د امن په ټينګښت كې د دغو هېوادونو ونډه خورا ضروري ده.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ كې غټ سرليك كندهار ته د ولسمشر كرزي پرونى سفر او له ځايي مشرانو سره د هغه ليده كاته ته ځانګړې شوې.
ورځپاڼې كه له يوې خوا د كندهار خلكو ته دا ډاډ وركړې، چې د دوى له خوښې پرته به پوځي عمليات ونه شي له بل لوري يې وسلوالو طالبانو ته د هغه دا خطاب راخستې، چې ده ځان له پردې كټ خلاص كړې او اوس دوى بايد ورته كار وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې د كندهار پېلېدونكې عمليات بيا خورا مهم بللي او د هغې بېلابېل اړخونه يې څيړلي دي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا په لويديځ لوري د ولسمشر كرزي د وروستيو انتقادونو لاملونه څيړلي او ليكلي، چې د دې اساسي علت د ولسي جرګې له خوا د ولسمشر كرزي د تقنيني فرمان ردول دي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د سولې او امنيت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په پرونيو څرګندونو بحث كړې او په دې ترڅ كې د افغان دولت او نړېوالو مرستندويانو ترمنځ په تفاهم ټينګار كړې.
په ورځپاڼه كې د امريكا او پاكستان ترمنځ د لوړې كچې په وروستيو خبرو هم بحث شوې، چې په كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو هم خبرې شوي او ليكل شوي، چې اوس دوى حقايق دركوي.
ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د قانون د واكمنۍ بهير انځور كړې او په كې ښودل شوې، چې ټوپك سالاري د پاى ته رسېدو په حال كې ده.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلا بېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس په خپله سرمقاله كې په دې موضوع ټينګار كړې، چې په كندهار كې د عملياتو له پيل نه مخكې بايد د خلكو باور جلب شي.
خو اصلاح بيا له فساد سره د مبارزې لپاره وروستيو اقداماتو ته په اشارې ليكلي، چې له دې پديدې سره د مبارزې هوډ پياوړې كيږي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې په كندهار كې د ولسمشر كرزي په څرګندونو بحث كړې او ليكلي، چې داسې ښكاري، چې د لويديځ او كرزي ترمنځ تاوتريخوالې لا پاى ته نه دې رسيدلې.
ورځپاڼې ليكلي، چې په لويديځ د ولسمشر كرزي له لومړنيو څرګندونو او د هغې په وړاندې له سختو غبرګونونو وروسته داسې ګمان كېده، چې حالت عادي شوې، خو د كندهار څرګندونو دا هيلې ناسمې ثابتې كړې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د اداري فساد په وړاندې روانې مبارزې ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، له كله راهيسې، چې د اداري فساد پر ضد اداره جوړه شوې فساد نور هم زور اخستې دې.
خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په لويديځ د ولسمشر كرزي وروستيو انتقادونو ته كتنه كړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې ښاغلي كرزي د اوباما د سفر سياسي ګټې په اوبو لاهو كړي.
په ورځپاڼه كې د كندهار د عملياتو په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي، چې امريكا د كندهار عملياتو ته زړه خوري.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د امريكا اهداف او په دې ترڅ كې د افغانستان په روانو حالاتو كې د چين او روسيې اغيزې هم څيړلي دي.