د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

دوشنبې د اپرېل ۵ مه


نړېوالو هر يو واشنګټن پوسټ او نيويارك ټايمز ورځپاڼود خپل نننيو ګڼو مطالب يې د افغانستان امنيت ته ځانګړې كړي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې کښلي، چې امریکایې ځواکونه د مارجې په شمول په څو وروستیو پوځي عملیاتو کې بریالي شوي دي، خو دغه بریالیتوب باید واقعي ستونزه تر سیورې لاندې را نه ولي.

ورځپاڼې افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال نا څرګند والی ستونزه بللې ده.

واشنګټن پوسټ سپارښتنه کوي، چې د دغې ستونزې د هواري لپاره د امریکا متحده ایالات باید د افغان قواوو او د حکومتي ادارو ضرفیتونه لوړ کړي.

خو د ورځپاڼې په وینا په خواشینی سره تر اوسه دا واضح نه ده، چې د ۲۰۱۱ کال تر جولای میاشتې د مخه به افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو مسولیت وسپارل شي که نه؟

دا هغه نېټه ده، چې له افغانستان څخه به امریکایې ځواکونه په وتلو پیل کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي، په اوس وخت کې د افغانستان حکومت او د دی هېواد امنیتي ځواکونه د دې کار توان نه لري او د امریکا د حکومتي چارو او د روزنې پر یو شمېر پلانونو هم زیات باور نه شي کېدای.

واشنګټن پوسټ همدا شان د ولسمشر کرزي وروستیو مستقلانه څرګندونو ته په اشاره لیکي، د تېر کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې پر بهرنیانو د درغلیو تور لګولو او کابل ته د ایران ولسمشر ته د بلنې ورکولو مسایلو، امریکایان يې ډیر حیران کړي دي، خو د ورځپاڼې په وینا د امریکا د فشارونو په وړاندې د مقابلې په خاطر، له خپل ګاونډ ایران سره د افغانستان د حکومت تماس نیول، د حیرانتیا وړ خبره نه ده.

واشنګټن پوسټ لیکي، د نړۍ په دې برخه کې سیاست لوبې یوه جنګي ورزش ته پاتې کیږي او د افغان حکومت د استقلالیت ویناوو نه ډار په کار نه دی.

ورځپاڼې دا مطلب په دې جملې پای ته رسولی، (که جګړه د سیاست کولو پردوام تکیه کوي نو باید سیاست کولو ته رجوع وشي.)

نيويارك ټايمز:

امریکایې نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، له دوو میاشتو راهیسې، چې د امریکا پلي سمندري ځواکونه مارجې ته تللی، تقریبا هره اونۍ سلګونه زره ډالر سیمه ایزو خلکوته د زیانونو د جبرانولو یا هغو کسانو ته د کار موندلو د زمینو د برا برولو په چاره لګوي، چې له طالبانو سره یې د یوځای کېدو ویره کیږی.

د نیویارک ټایمز په باور امریکایې قواوو په دې تاکتیک سره غوښتي، چې د سیمې د خلکو زړونه، چې له ډيرو ناخوالو سره لاس او ګرېوان دی، لاس ته راوړي.

ورځپاڼه لیکي، همدې طریقې په عراق کې د وسله والو د فعالیتونو مخه ونیوله، خو په مارجه کې وضعیت داسی نه دی، ځکه طالبان په ټولو شیانو خبر دي او په ډیرو سیمو کې یې له مختلفو لارو دغه طریقه مختل کړی ده.

یعنې طالبانو هغه کسان، چې له امریکایې ځواکونو یې پیسې اخیستي یا وژلي یایې وهلي ډبولي او یا یې هم ور څخه د امریکایانو پیسې په یو ډول خپلو جیبونو ته اچولي.

نیویارک ټایمز د ملي پولیسو د قوماندان غلام سخي په حواله لیکلي، چې وایې، ده معلومات تر لاسه کړي، چې د طالبانو تقریبا یوه دیرش کسیزه ډله په مارجه کې د امریکایې پلي سمندري ځواکونو یوې پوستې ته ورغلی وه او له هغو یې په سیمه کې د پوځي عملیاتو په جریان کې د خپلو کورنیو د غړو د وژل کېدو او د خپلو کورونو د ویجاړېدو په خاطر پیسې تر لاسه کړي دي.

غلام سخي نیویارک ټایمز ته ویلي اصلا د طالبانو او عادي وګړو تر منځ توپیر نه شي کېدای ځکه دوی هم لکه د سیمې د خلکو په څير ښکاري او د هغوي په شان جامې اغوندي.

هغه ویلي، چې طالبان په دی شکل له امریکایې قواوو څخه پیسې تر لاسه کوي او پر همدې پیسو د سړک د غاړې د بمونو او نورو وسلو په اخیستو سره بیرته د هغوي په مقابل کې جنګیږي.

د امریکایې پلي سمندري ځواکونو د شپږمې لوا د ملکي چارو مسول تورن جنرال جیمز کافمن نیو یارک ټایمز ته ویلي، په دی اړه د ده تر ټولو لویه اندېښنه داده، چې داسې نه شي، چې په بې خبری کې پیسې د طالبانو جیبونو ته واچوي.

هغه ویلي، چې د دې لپاره چې خلک د حکومت او د امریکایې قواوو لورې ته ور واوړي باید په دغو تاکتیکونو کې بدلون راشي.
XS
SM
MD
LG