د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۵۸

يكشنبې د وري ۱۵مه

افغانستان ټايمز:د سولې په مشورتي جرګې بحث كړې، چې په نږدې راتلونكې كې په كابل كې پرانستل كيږي
افغانستان ټايمز:د سولې په مشورتي جرګې بحث كړې، چې په نږدې راتلونكې كې په كابل كې پرانستل كيږي

په كابل كې نننېو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼې موضعګانې څيړلي،چې په لانديني مطلب كې راچاڼ شوي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې لويديځ ايران او چين ته د حامد كرزي په سفر خپه دې، ځكه د ورځپاڼې په وينا لويديځ فكر كوي، چې دا دواړه هېوادونه په افغانستان كې د ناټو د ماموريت برياليتوب نه غواړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د امريكا په روانې ستراتيژۍ بحث كړې او د چيننا ډيلي د يو رپورټ په استناد يې ليكلي، چې امريكا بايد په خپله ستراتيژۍ كې بدلون راولي.

په ورځپاڼه كې د افغان دولت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه هم يو مطلب خپور شوې او په دې ترڅ كې د امريكا او ناټو د سلا كارانو په حواله ليكل شوي، چې كرزې بايد په دې معامله كې له بيړې كار وانخلي.

د ورځپاڼې په وينا امريكا غواړي، چې لومړې په طالبانو پوځي فشار زيات او هغوى كمزورې كړي او بيا افغان ولسمشر له هغوي سره د يو ځواكمن دريځ نه خبرې پيل كړي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د حكومت او ولسي جرګې ترمنځ وروستي ټكر ته په اشارې ليكلي، چې ملي ګټې د دولت د درې ګونو قواو ترمنځ د همغږۍ حكم كوي.

ورځپاڼې ليكلي، چې اوس مهال افغانستان له خورا حساسو شرايطو څخه د تېرېدو په حال كې دې او دا د درې ګونو قواو د چارواكو مسؤليت دې، چې دغو ستونزو ته د حل معقوله لار پيدا كړي.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بې سر پرسته ماشومانو حالت ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې د دوى حالت ته بايد جدي پاملرنه وشي.

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د بهرنيو د لاس وهنې په اړه د ولسمشر كرزي وروستيو تندو څرګندونو ته په اشارې په خپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې ښاغلې كرزې دې د تېر پر ځاى راتلونكې ته فكر وكړي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د كابل او واشنګټن ترمنځ وروستيو اختلافاتو ته كتنه كړې او پوښتلي دي، چې دا اختلافات افغان ولس ته څه وركولې شي؟

ورځپاڼې په افغانستان كې د ايران لاس وهنې ته هم كتنه كړې او په دې ترڅ كې د سي، ان، ان د ټلويزيوني شبكې د يو رپورټ په استناد يې ليكلي، چې ايران هڅه كوي، چې د كندهار پيليدونكي عمليات سبوتاژ كړي.

د ورځپاڼې په وينا همدا اوس ايران په كندهار كې د طالبانو د پياوړې كولو لپاره دغه ولايت ته وسلې او مهمات ليږي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د سولې په مشورتي جرګې بحث كړې، چې په نږدې راتلونكې كې په كابل كې پرانستل كيږي او هيله يې څرګنده كړې، چې دا جرګه به په هېواد كې د سولې د ټينګښت لپاره لاره هواره كړي.

ورځپاڼې په يو څيړنيز مطلب كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو رول ته كتنه كړې او ليكلي، چې د دغه سازمان منصفانه رول به په افغانستان كې د ټولو په ګټه وي.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په كابل كې د سړكونو د بيارغونې بهير انځور كړې او په كې دا ښودل شوې، چې دا بهير ډير سست روان دې.

اصلاح او انيس:


دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلا بېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي وروستي وينا ته په اشارې د افغانستان او نړېوالې ټولنې ترمنځ اړيكې څيړلې دي.

خو اصلاح بيا د امنيت مسئله راخيستې او ليكلي، چې پكار ده، چې د نا امنۍ عوامل له منځه يوړلې شي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم تر ډيره د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په اړه پورته شوي غبرګونونه راخستي او د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې يى د امريكايي چارواكو په حواله ليكلي، چې كرزې شا ته ګوري.

ورځپاڼې د همدې موضوع په اړه په يو جلا مطلب كې د افغان كارپوهانو په حواله ليكلي، چې د ښاغلي كرزي څرګندونې د يوې نوې سياسي لوبې پيل دې، خو د ملي شورا ځينې غړي بيا هغه د ښاغلي كرزي ملي احساس بولي.

خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د سولې روانو هڅو ته ځانګړې كړې خو په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې پخواني جګړه ماران له دې بهيره په ويره كې دي.

په ورځپاڼه كې په كندز كې د جرمني د ځواكونو په لاس د افغان سرتېرو د وژنې پېښې ته په پام سره ليكل شوي، چې جرمن ځواكونه لا هم خپل دوست او دښمن نه پيژني.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم په همدې مسئلې بحث كړې او ليكلي، چې دا تېروتنې به تر كله تكراريږي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ بل مهم سرليك د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت دې غوښتنې ته ځانګړې كړې، چې پاكستان دې د پنجابي طالبانو پر ضد اقدام وكړي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG