د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۲۰

یکشنبې د اپریل 4 مه


نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو په خپلو مطالبو کې یې د ولسمشر کرزي ورستیو څرګندونو ته اشاره کړې او په ولسمشر کرزي یې سخته نیوکه کړې، چې د ده انتقادونه د افغانستان باثباته کولو هڅې پېچلې کوي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغان ولسمشر حامد کرزي د وروستیو څرګندونو په اړه یوه مقاله خپره کړې او په یوه برخه کې يې لیکي:

د کرزي بې هدفه بیانیه یو خبردارۍ وه او پر ملګرو ملتونو او هغو هیوادونو چې په افغانستان کې سرتیري لري د افغان ولسمشر انتقادونه د افغانستان د با ثباته کولو هڅې پیچلې کوي.

دغه راز دا څرګندونې د افغانستان د خلکو د هوساینې تو د طالبانو د ماتولو په اړه د جهور رییس اوباما سترایتژي کمزوره کوي.

د ورځپاڼې په وینا له یوې مودې راهیسې دا نه ښکاره کیږي، چې افغان ولسمشر به ښه مشر او د نړیوالې ټولنې غوره همکار وي او که نه.

خو نیویارک ټایمز لیکي، د حامد کرزي ورستیو څرګندونو دا روښانه کړې ده. د مقالې د لیکونکي په وینا کرزی د دې پر ځای چې په خپلو غلطیو اعتراف وکړي او د ناکامیو د اصلاح او ترمیم لپاره کار وکړي پر نورو بې ځایه انتقادونه کوي.

ورځپاڼه زیاتوي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بیا واک ته له رسېدو وروسته افغان ولسمشر دا ومنله، چې په تیرو انتخاباتو کې درغلۍ شوي دي، خو نوموړي وویل، درغلۍ بهرنیاینو کړي دي، هم هغوی مامورینو ته رشوت ورکړ او د افغانستان په انتخاباتو کې يې لاس وهنه وکړه.

حامد کرزي په کابل کې بهرني سفارتونه، د ملګرو ملتونو د ادارې مرستیال پیټر ګالبریت او د انتخاباتو اروپايي څارونکې فلیب مغیون د دغو دغو درغلیو مسوول وبلل.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ژورنالستان او په خاص ډول د نیویارک ټایمز خبریال د غلطو راپورونو په برابرولو تورن کړل.

خو د افغانستان جمهور رییس یوه وروسته ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ته تیلیفون وکړ او وویل چې د هغه هدف متحده ایالات نه بلکه لویدیځ مطبوعات ول.

خو نیویارک ټایمز لیکي، هغومره چې د کرزي تورونه او انتقادونه غیر طبیعي ول په هم هغه اندازه د نوموړي بهانه او بخښنه هم غیر قانع کونکې ده.

د ورځپاڼې په وینا حامدکرزي له دې هم مخکې لاړ او شیبه د خطر ځای ته ننوت چې وویل، نږدې ده چې ده طالبانو پر ضد جګړه ملي پاڅون ته لمن ووهي.

نیویارک ټایمز د مطلب په پای کې لیکي، کرزی په دې څرګندونو سره نه یوازې د هغو هېوادونو پر ګټو واوښت، چې په افغانستان کې ځواکونه لري بلکې د خپل ولس د منافعو پر ضد يې هم ګام واخیست.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا تر دې عنوان لاندې چې کرزی د هغو څرګندونو سپیناوی کوي، چې سپینه ماڼۍ يې اندیښمنه کړې ده لیکي.

د افغان ولسمشر د تازه څرګندونو وروسته سپینې ماڼۍ د کرزي خبري د اندېښنې وړ وبللې او افغانستان ته يې د ولسمشر باراک اوباما د لومړني سفر سیاسي ګټې هم کمې کړې.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، که څه هم چې حامد کرزی ډېر مخکې لاړ او د هغه څرګندونې عادلانه نه وې خو له تاریخي لحاظ نه له افغان مشرانو سره منفي چلند دغه شان عکس العملونه پیدا کوي.

د مطلب په اخر کې راځي کابل او واشنګټن د یوه با ثباته او ډیموکراتیک افغانستان لپاره کار کوي نو دواړه خواوې په دې پوه شي چې د عداوت او بدبیني له خپرېدو ځان ساتل د افغانستان او متحده ایالاتو په ګټه دي.
XS
SM
MD
LG