د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

شنبې د وري ۱۴مه


ارادې ورځپاڼې د ولسمشر كرزي او لويديځ ترمنځ اړيكو ته كتنه كړې
ارادې ورځپاڼې د ولسمشر كرزي او لويديځ ترمنځ اړيكو ته كتنه كړې

په كابل كې نننېو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ مطالب ليكلي،چې حمید مومند ورته کتنه کړې :

اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې ولسمشر كرزي او لويديځ ترمنځ اړيكو ته كتنه كړې او په دې ترڅ كې د ښاغلي كرزي وروستيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې د دوې ترمنځ اړيكې خورا كړكيچنې دي.

ورځپاڼې په لويديځ د ولسمشر كرزي د وروستيو انتقادونو په اړه د ډاكټر عبداله غبرګون هم راخستې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې د ښاغلي كرزي څرګندونې د ملي ګټو په خلاف دي.

ورځپاڼې د ډاكټر عبداله په حواله وړاندې ليكلي، چې ښاغلي كرزي په پوره بې مسؤلتۍ سره داسې مسايل مطرح كړل، چې د افغانستان راتلونكې له ګواښ سره مخ كوي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د طالبانو په خلاف د مبارزې لپاره د پاكستان په سياستونو كې په بدلون تبصره كړې او په دې اړه يې د دغه هېواد د جنرالانو څرګندونې تر پوښتنې لاندې راوستلي دي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياته برخه د جمهوري رياست په انتخاباتو كې د بهرنيو د لاس وهنې په اړه د ولسمشر كرزي وروستيو څرګندونو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې د پيټرګالبرت دفتر د درغليو په قرارګاه بدل شوې وو.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي د څرګندونو ننګه كړې او ليكلي، چې افغانان په انتخاباتو كې د بهرنيانو لاس وهنه نه شي زغملې.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې شتو ستونزو ته هم كتنه شوې او له هغو سره كيدونكي چلند ته په اشارې ليكل شوي، چې افغان ولس د ستونزو حل غواړي نه د هغو ژورول.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ كې د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په اړه پورته شوي غبرګونونه راخستي او د امريكا د بهرنيو چارو د وزارت د وياند په حواله يې ليكلي، چې اوباما د ښاغلي كرزي قضاوت نه مني.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې هم د انتخاباتو په خپلواك كمسيون كې د ولسمشر كرزي په وروستيو څرګندونو بحث كړې او هغه يې د ولسي جرګې له خوا د ولسمشر كرزي د تقينيني فرمان د رد غبرګون بللې دې.

د ورځپاڼې په يو څيړنيز مطلب كې د افغانستان له روانو پېښو سره د نړېوالې ټولنې چلند ته كتنه شوې او هغه څو ګونې بلل شوې دې.

سرنوشت:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي له تقنيني فرمان سره د ولسي جرګې په چلند شك څرګند كړې او ليكلي، چې ولسي جرګې ته پكار وه، چې دا فرمان يې تصويب كړې واى.

ورځپاڼې ليكلي، چې د ولسي جرګې په چال چلند د شتو شكونو د لرې كولو يوازنۍ لار داده، چې دغه جرګه د ولسمشر كرزي تقنيني فرمان د ځينو تعديلاتو په راوستلو سره له سره تصويب او بهرنيانو ته يو افغاني او تاريخي ځواب وركړي.

په ورځپاڼه كې د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ روانو خبرو ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې د حزب پلاوي له دولت سره د خبرو په لومړي پړاو خوښي څرګنده كړې.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلا بېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نړېوالو همكارانو په خپل سرو كړنو بحث كړې او ليكلي، چې د دوى دا كار په افغانستان كې د موجوده نظام مشروعيت تر پوښتنې لاندې وړي.

خو اصلاح بيا ليكلي، چې ملي حاكميت او نظام جوړونه د افغان ولس مسؤليت دې.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د ولسمشر كرزي د وروستيو څرګندونو په اړه كې د ډاكټر عبداله او د ځينو نورو كړېو په غبرګونونو بحث كړې او ليكلي، چې اوس يې وخت دې، چې دوى له ولسمشر كرزي سره اوږه وركړي.

ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې د افغانستان په اړه د نړېوالې ټولنې كړنې انځور كړې او په كې له نړۍ نه دا پوښتنه شوې، چې ايا په افغانستان كې سوله او ديموكراسۍ راوستلې شي؟
XS
SM
MD
LG