وال سټریټ ژورنال:
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی، چې سر لیک یې دی، د افغانستان لپاره د ولسمشر اوباما مهال وېش سم نه دی.
د دې مطلب په یوه برخه کې راغلي دي، ولسمشر اوباما افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کې چې واک ته له رسېدو وروسته، دې هېواد ته د ده لومړی سفر و، وویل چې امریکايې سرتېري له افغانانو سره مرسته کوي څو په خپل هېواد کې سوله ټینګه کړي او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې پوځي عملیات د امریکا د امنیت ساتنې لپاره هم حیاتي اهمیت لري.
خو د وال سټریټ ژورنال په وینا، ولسمشر اوباما، چې په افغانستان کې حالاتو او روان وضعیت ته له حده زیاتي خوشبیني لري په خپلو دې تصوراتو کې ځینې نیمګړتیاوې هم لري.
ورځپاڼه لیکي، په اروپا کې څېړونکي او سیاستوال په ټاکلي وخت کې د ولسمشر اوباما د دې پروګرام عملي کېدو ته د شک او بې باورۍ په سترګه ګوري.
د ورځپاڼې په وینا، لومړی خو دا چې په افغانستان کې بریالیتوب د جګړې په ډګر کې نه تر لاسه کېږي او باید نور پراخ اقدامات هم ورسره ملګري شي.
وال سټریټ ژورنال کندهار د یوه مثال په توګه یادوي، لیکي، دا یوه ډېره حساسه سیمه ده چې پر ښار او شاوخوا سیمو یې د کنټرول لپاره یوازې پوځي قوت کافي نه دی، بلکې په دې ولایت کې د سالمې ادارې په برخه کې هم باید بدلونونه راشي.
ورځپاڼه لیکي، نو ځکه کندهار او د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د واکمنۍ نورو سیمو ته په زیات شمېر د عسکرو استول په دې سیمو کې هدف ته د رسېدو لومړني ګامونه دي، خو له دې وروسته باید په دې سیمو کې د سالمې حکومتدارۍ او د یوې فعالې ادارې د جوړولو په برخه کې باید جدي اقدامات وشي څو خلک د افغانستان د حکومت او امریکا پر اهدافو اعتماد وکولای شي.
ورځپاڼه زیاتوي چې یوازې په دې صورت کې بریالیتوب ممکن دی، خو د وال سټریټ ژورنال د مطلب د دې برخې په پای کې راغلي دي چې دا ټول اهداف په هغه محدود زماني مهال وېش کې چې ولسمشر اوباما ټاکلی نه ځاییږي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په روان بحران کې د کندهار پر اهمیت ټینګار کړی، لیکي چې د افغانستان د دې تاریخي څلور لارې د کنټرول لپاره جګړه به اسانه نه وي.
ورځپاڼه زیاتوي، هدف دا نه دی، چې د کندهار جګړه به ضرور خونړۍ جګړه وي، بلکې هدف دا دی چې امریکا به په دې ولایت کې له جګړې وروسته په خپلو اقداماتو کې له یوې ډېرې ستونزمنې مسلې، د یوې سالمې ادارې په جوړولو کې له ستونزو سره مخامخ شي.
واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي چې کندهار د پښتنو د استوګنې د سیمو د زړه حیثیت لري او بېلابېل قومونه او قبیلې په کې اوسېږي، نو ځکه د دې ولایت په راتلونکي ادارې سیسټم کې باید قومي او قبیلوي انډول په پام کې وساتل شي.
د ورځپاڼې په وینا، د کندهار په اداري سیسټم کې اصلاحات راوستل، له قطعو څخه جوړ شوی هِرم ته د لاس وروړلو په معنی ده، یعنې که یوې ته لاس وروړې ټول هرم ورانېږي.
خو واشنګټن پوسټ په پای کې لیکي، چې د دې موضوع له حساسیت سره سره که امریکا غواړي، چې د افغانستان او امریکا خلکو ته یو په زړه پورې پیغام ورسوي، نو د کندهار په اداره کې له بدلون او په دې ولایت کې د فساد له منځه وړلو پرته بله لاره نه لري.