د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

پنجشنبې د وري ۱۲ مه


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو مطالبو او سرمقالو کې د افغانستان روان حالت او په ځانګړي توګه د افغانستان په چارو کې د ایران لاس وهنې ته اشاره کړې، چې کابل کې زموږ همکار حمید مهمند ترې لاندي مطالب راچاڼ کړي دي.

سرنوشت:

دې نا دولتي ورځپاڼې د ولسي جرګې د پرونۍ پرېكړې په اړه، چې په كې د انتخاباتو په اړه د ولسمشر كرزي تقنيني فرمان رد شوې د يو شمير حقوقي كارپوهانو غبرګون راخستې او ليكلي، چې دا پريكړه د ملي حاكميت په خلاف ده.

د ورځپاڼې د لومړي مخ غټ سرليك په افغانستان كې د ايران د لاس وهنې په اړه د امريكا د لوى درستيز پرونيو څرګندونو ته ځانګړې شوې، چې پكې وسلوالو مخالفينو ته د ايران لخوا د وسلو د وركولو يادونه هم شوې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په افغانستان كې د ايران په لاس وهنې بحث كړې او پدې ترڅ كې په افغان دولت انتقاد كړې، چې د امريكا او نورو هيوادونو له اعتراضونو سره سره خاموشه دې.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د بيوزلۍ په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي رپورټ بحث كړې او ليكلي، چې له دې مصيبته د خلاصون غوره لار پراخه بيارغونه ده.

ورځپاڼې په دوام كې په نړيوالې ټولنې انتقاد كړې، چې په تيرو اتو كلونو كې د افغانستان د بيارغونې په نامه په مليارډونو ډالره يى په ناسمو لاسونو اخوا دې خوا كړل او همدا لامل دې، چې افغانان يى هيڅ ډول اغيزه نه ګوري.

ورځپاڼې په يو څيړنيز مطلب كې د افغانستان په روانو پيښو بحث كړې او پوښتلي، چې هيواد اوس مهال پوځي عملياتو او كه سوله ايزو هڅو ته اړتيا لري.؟

ويسا:


دې خپلواكې ورځپاڼې هم ځينو هغو مواردو ته اشاره كړې، چې له امله يى ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د ولسمشر كرزي فرمان رد كړ او ليكلي، چې د شكايتونو د كمسيون د ردولو په اړه د ولسي جرګې پريكړه د شرم وړ ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د ولسي جرګې له دې پريكړې سره لږ څه سخت چلند كړې او ليكلي، چې دا د ولسي جرګې د تاريخ تر ټولو سپيره پريكړه وه، چې تل به ددوى لپاره د تندي داغ وي.

په ورځپاڼه كې په پاكستان كې د ايراني ډپيلوماټ د خوشي كولو لپاره د پاكستان په اقدام بحث شوي او پدې ترڅ كې د افغان سفير لادركۍ ته په اشارې په پاكستان تور لګول شوې، چې له ايران او افغانستان سره يى چلند دوه ګونې دې.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هيواد كې د چرسو د توليد په اړه د ملګرو ملتونو وروستي رپورټ ته په اشارې ليكلي، چې د نشه يى توكو په خلاف مبارزه يوازې بايد د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو ته محدوده نشي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې له چين ايران او امريكا سره د ولسمشر كرزي اړيكو ته كتنه كړې او د هغې بيلابيل اړخونه يى څيړلي دي.

د ورځپاڼې ننني كارټو په افغانستان كې د ځنګلو د وهلو موضوع ته ځانګړې شوې او پكې ښودل شوې، چې خلك بايد له دې كاره لاس واخلي ځكه هره ونه اتلسو كسانو ته اكسيجن وركوي.

اصلاح او انيس:


دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلا بيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.

انيس پخپله سرمقاله كې پدې موضوع بحث كړې، چې طالبان د بهرني ملاتړ پرته نشي كولې خپل ځواك له سره منظم كړي.

د ورځپاڼې اشاره د مايك مولن پرونيو څرګندونو ته ده، چې پكې په ايران تور لګول شوې، چې له طالبانو سره پوځي مرستې كوي.

خو اصلاح بيا هم د مارجې په روانو حالاتو بحث كړې او له افغان دولت او نړيوالو يى غوښتي، چې ددې سيمې حالت ته جدي پاملرنه وكړي.

ملي ارمان:


دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ په روانو خبرو بحث كړې او د حزب اسلامي لخوا د وړاندې شويو غوښتنو په اړه د امريكا د لوى درستيز په حواله ليكلي، چې دا غوښتنې د امريكا لپاره د منلو وړ ندي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د طالبانو په وړاندې د پاكستان په سياستونو تبصره كړې او ليكلي، چې دغه هيواد طالبان اوس د يوې تفالې په توګه لرې غورزوي.
XS
SM
MD
LG