اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې په افغانستان كې د اداري فساد په اړه د امريكايي چارواكو وروستيو څرګندونو ته په اشارې په خپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې د فساد پر ضد د مبارزې روان بهير رضايت بخښونكې نه دې.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور په اړه د بريتانيى د دفاع د وزير څرګندونې هم راخستل شوي او ليكل شوي، چې په افغانستان كې د دوى ځواكونه د ملي امنيت له كبله پراته دي او د افغانستان جنګ په راتلونكې كې د دوى اساسي دفاعي لومړيتوب دې.
ورځپانې په خپله سرمقاله كې د دولت او حزب اسلامي ترمنځ په روانو خبرو بحث كړې او د هغو د بريا امكانات يې څيړلي دي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې له كيدونكو پوځي عملياتو سره مخالفت ښودلې او ليكلي، چې په افغانستان كې اوس مهال پوځي عملياتو ته نه بلكه د سولې خبرو او هڅو ته اړتيا ده.
ورځپاڼې په دوام كې د افغانستان په روان بحران كې ښكيل ټول اړخونه هڅولي، چې د ملي پخلاينې د بهير ملاتړ وكړي او په دې توګه دې په هېواد كې د جنګ روان بحران پاى ته ورسوي.
د ورځپاڼې په يو بل مطلب كې هم په دې ټينګار شوې، چې سوله او تفاهم د ستونزو په حل كې ټاكونكې رول لوبوي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلیسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په كندهار كې په پېلېدونكو پوځي عملياتو تبصره كړې او ليكلي، چې دا عمليات بايد ښه پلان او په هر اړخيزه توګه وڅيړلې شي.
ورځپاڼې غوښتي دي، چې په دې عملياتو كې بايد افغان ځواكونو ته د پام وړ رول وركړاى شي څو وكولای شي په راتلونكې كې د بهرنيو ځواكونو د همكارۍ پرته عمليات وكړاى شي.
په ورځپاڼه كې د افغان ولسمشر وروستيو سفرونو او له بهرنيو مشرانو سره د هغه ليده كاته ته په اشارې ليكل شوي، چې ښاغلې كرزې د يو كورني مشر په پرتله يو ښه ډيپلوماټ دې.
ورځپاڼې په خپل ننني كارټون كې په كابل ښار كې د امنيتي ملحوظاتو له كبله د لارو د بندولو ستونزه انځور كړې او هغه يې يو ناسم كار بللې دې.
سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په مسكو كې د وروستيو چاودنو په اړه د روسيى د بهير چارو د وزير څرګندونې راخستي او ليكلي، چې د دې چاودنو عاملين له پاكستان او افغانستان سره اړيكې لري.
خو ورځپاڼې د افغانستان د ملي شورا د يو غړي په حواله ليكلي، چې روسيه دې خپل نارضايان پخلا كړي كېداى شي، چې بيا پرې چاودنې ونه شي.
ورځپاڼې يو ځلې بيا په خپله سرمقاله كې كابل ته د امريكا د ولسمشر په وروستي سفر بحث كړې او ليكلي، چې د مجبورې ورځې د دې سفر اساسي هدف د امريكا او افغانستان ترمنځ د اړيكو پياوړې كول وو.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلا بېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم په خپله سرمقاله كې په كندهار كې په پيليدونكو عملياتو بحث كړې او پدې ترڅ كې د ناټو د قومندانانو وروستيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې د وسلوالو مخالفينو د پشا كېدو لارې دې وتړلې شي.
خو اصلا بيا په خپله سرمقاله كې د فساد پر ضد په روانې مبارزې بحث كړې او ليكلي، چې د فساد د له منځه وړل عملي ګامونو ته اړتيا لري.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې چين او ايران ته د ولسمشر كرزي د وروستيو سفرونو په اړه د ايشيا ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد ليكلي، چې دې سفرونو اوباما ځورولې دې.
د ورځپاڼې په وينا د چين سفر د محتوى له پلوه زيات مهم وو، خو د ايران سفر سمبوليك ارزښت درلود.
ورځپاڼې كابل ته د اوباما د سفر په اړه هم يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې د اوباما د سفر اساسي هدف له كرزي سره د اړيكو ښه كول وو.
د ورځپاڼې په سرمقاله كې بيا هم د مارجې روانې ستونزې ژړل شوي او ليكل شوي، چې په مارجه كې لا هم ښوونځي نشته او سيمه نا امنه ده.