د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۹

چهارشنبې د مارچ ۳۱مه

واشنګټن ټایمز:په افغانستان کې ډیرخلک د بې وزلی او ناداری شپې ورځې تېروي
واشنګټن ټایمز:په افغانستان کې ډیرخلک د بې وزلی او ناداری شپې ورځې تېروي

لندن ټایمزاو واشنګټن ټایمزنړېوالو ورځپاڼو په نننیوګڼوکې افغانستان ته د اوباما تګ څیړلې دی او په اړه یې مطالب او تحلیلونه خپاره کړي دي.

لندن ټایمز:

د لندن ټایمز ورځپاڼې په خپلې روستۍ ګڼې کې لیکلي: افغانستان ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د سفر لا څلورویشت ساعته نه وو تېرشوي، چې یو بل امریکایې چارواکې ولسمشر کرزي ته خبرداری ورکړ.

ورځپاڼه لیکي، چې ولسمشر اوباما د اداري فساد په اړه له جمهوررییس کرزي سره خبرې وکړې، خو یوه ورځ وروسته د امریکا د پوځ لوی درستیز امیر البحر مایک مولین افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، که چېرې په دغه هېواد کې اداري فساد له منځه ولاړ نه شي په کندهار کې به د امریکا او ناټو عملیات ناکامه شي.

ورځپاڼه لیکي، چې په خلکو کې د ولسمشر کرزي د حکومت د ملاتړ کمېدل د امریکا د حکومت لپاره یو مصیبت ځکه دی، چې واشنګټن په افغانستان کې ملیارډو ډالر لګولي دي او امریکایي سرتېري په دغه هېواد کې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

بله دا، چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما سږ کال په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د پياوړتیا لپاره نور ملیارډو ډالر لګوي او دغه هېواد ته لسګونه زره نور سرتېري استوي.

د لندن ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر اوباما له ولسمشر کرزي سره د غونډې په مهال څو ځلي د اداري فساد موضوع یاده کړه، خو ولسمشر کرزي خبره بلې خواته واړوله او د ملي روغې او د اسلامي حزب له استازو سره یې د خپلو غونډو په هکله توضیحات وړاندې کړل.

ورځپاڼه د امیر البحر مایک مولین له قوله وایې، چې د ولسمشر کرزي دا خبرې د اوباما لپاره ځکه په زړه پورې نه وې، چې اوباما له مخالفینو سره د زور او قوت په استناد خبرې غوره بولي او د لوی درستیز په نظر تر اوسه دا مرحله نه ده را رسیدلی.

واشنګټن ټایمز:


واشنګټن ټایمز ورځپاڼې هم په خپلې روستۍ ګڼې کې تر دې عنوان لاندې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی، چې وایې، افغانستان ته د ولسمشر اوباما سفر د جنګ په ډګر او د خلکو په ژوند کې کوم بدلون رامنځ ته نه کړ.

ورځپانه د افغانستان په جنوب کې د ځیني افغان منصبدارانو له قوله وایې، چې دا ښه خبره ده چې ولسمشر اوباما په ښاغلي کرزي باندې فشار راوړ، چې د اداري فساد مخه ونیسي، خو یواځې خبرې د خلکو نسونه نه شي مړولی او په افغانستان کې ډیرخلک د بې وزلی او ناداری شپې ورځې تېروي.

او د دغې بې وزلی او فقر یو دلیل اداري فساد او له هغو ملیارډو ډالرو مرستې ناوړه استفاده ده، چې امریکا او نړېوالې ټولنې افغانستان ته استولي دي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، چې د اداري فساد ترڅنګ یوه بله موضوع هم ده، چې په ولس کې یې د افغانستان د حکومت ملاتړکم کړی او هغه دا چې اقلیتونه د ولسمشر کرزي په اداره کې له حده زیات حضور لري او دی خبرې زیاتره پښتانه ناراضا کړي هم دي او د افغانستان په جنوبي حساسو سیمو کې یې د دولت ملاتړ او پلوي کمه کړې ده.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG