ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو په اړه په يو مطلب كې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په حواله ليكلي، چې دا خبرې د ټولې سيمې په ګټه دی.
د ورځپاڼې د همدې مخ غټ سرليك بيا د افغان دولت او حزب اسلامي تر منځ روانو خبرو ته ځانګړې شوې او د حزب اسلامي د پلاوي په حواله ليكل شوي، چې له افغان او نړېوالو لورېو سره يې خبرې مثبتې دي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د اوباما د روان سياست په اړه په لويديځه نړۍ موجودو اندېښنو ته هم كتنه كړې او د فرانسې د يو ټلويزيوني چينل د يو رپورټ په استناد يې ليكلي، چې لويديځ د دغه سياست له ماتې نه په ويره كې دې.
كابل ته د امريكا د ولسمشر بارك اوباما ناڅاپي سفر هغه موضوع ده، چې ورځپاڼې پرې په خپله سر مقاله كې بحث كړې او ليكلي، چې دې سفر افغانانو ته كوم نوې پيغام نه درلود.
هېواد:
خو دې دولتي ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې كابل ته د اوباما وروستۍ سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيكو د يو نوي پړاو پيل بللې او ليكلي، چې دا پړاو به د ګډو ستونزو د هواري لپاره د ګډو هڅو او همغږېو پړاو وي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا د اوباما د وينا دا ټكي راخستی، چې امريكا پيل كړې كار تر هغو نه پريږدي، چې بشپړ كړې يى نه وي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د كابينې د تېرې ورځې غونډې ته ځانګړې كړې، چې په كې د كابل د مراد خانيو د سيمې ودانۍ په خپلې لرغونو بڼې د بيا رغولو لپاره د شخصي جايدادونو استملاك تصويب شو.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې دا خبر وركړې، چې د افغانستان د لوى څارنوالۍ په غوښتنه د لندن پوليسو محمد صديق چكري نيولې دې.
ورځپاڼې وړاندې ليكلي، چې نوموړې د حج او اوقافو په وزارت كې د اختلاس په تور نيول شوې او د هغه پر ضد كافي شواهد تر لاسه شوي دي.
د ورځپاڼې په سرمقاله كې په كندهار كې د پېلېدونكو عملياتو په اړه د كندهار د والي په وروستيو څرګندونو انتقاد شوې او ليكل شوي، چې دا عمليات يو ضرورت دې، څو دغه سيمه له طالبانو پاكه شي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې له افغانستان څخه د امريكا د وتلو په صورت كې د هند په ستراتيژۍ كې د بدلون خبر وركړې او ليكلي، چې نوې دلي چمتو دې، چې له طالبانو سره خبرې وكړي.
سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې خلكو ته ور پيښې ستونزې څيړلي او د مارجې د ولسوال په حواله يى په غټو ټكو سره ليكلي، چې ددې ولسوالۍ د بيارغونې لپاره شوې ژمنې تشې ډنډورې وې.
ورځپاڼې په دوام كې په ملي شورا كې د هلمند د استازو دا خبر دارې هم راخستې، كه افغان دولت او نړيواله ټولنه د مارجې د خلكو ستونزې جدي و نه نيسي نو خلك به پر دوى خپل باور په بشپړه توګه له لاسه وركړي.
ورځپاڼې په خپله سر مقاله كې هم د مارجې په روانو حالاتو بحث كړې او ليكلي، چې مارجه اوس اهميت نه لري.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلا بېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم په خپله سرمقاله كې كابل ته د امريكا د ولسمشر بارك اوبا په سفر تبصره كړې او تر ډيره يى ددې سفر اهداف څيړلي دي.
خو اصلا بيا په خپله سرمقاله كې ليكلي، چې د افغانستان او امريكا مشاركت د اوباما د سفر ښكاره پيغام وو.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د بګرام په هوايي ډګر كې امريكايي پوځيانو ته د اوباما د وينا بشپړ متن خپور كړې، چې تر ډيره په افغانستان كې د امريكا د ماموريت په اړه وه.
خو دې ورځپاڼې هم په خپله سر مقاله كې هڅه كړې دې پوښتنې ته ځواب ووايي، چې اوباما د افغانستان لپاره په خپل وروستي سفر كې څه پيغام درلود.
ورځپاڼې د افغان كابينې د پاتې وزيرانو د پيژندګلوۍ په موضوع هم بحث كړې او د ولسي جرګې په حواله يى ليكلي، چې ولسمشر بايد د كابينې پاتې غړي ژر تر ژره دوى ته د باور رايې د تر لاسه كولو لپاره ور وپيژني.