اراده:
ارادې ورځپاڼې ايران ته د ولسمشر حامد كرزي د سفر په اړه تبصره كړې او ليكلي يې دي، چې نوموړي يوه داسې هېواد ته سفر كړى، چې په مستقيه او يا غير مستقيمه توګه د افغان دولت له مخالفينو سره همكاري كوي خو په عين حال كې د دوستۍ نارې هم وهي.
ورځپاڼېهند ته د طالبانو د دوستۍ پيغام تر سر ليك لاندې په خپلې سر مقالې كې په افغانستان كې د هند د حضور په اړه تبصره كړې او ليكلي يې دي، د هند په وړاندې د طالبانو په دريځ كې هم يو څه بدلون راغلى دى او دې ډلې ويلي، چې له هند سره څه كار نه لري.
د هلمند په مارجې سيمه كې امنيتي ستونزې او هلته د طالبانو د حضور دوام د ورځپاڼې يو بل مطلب دى.
انیس:
انيس دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقاله كې چين او ايران ته د ولسمشر حامد كرزي د وروستيو سفرونو په اړه تبصره كړې او ليكلي يې دي، چې دغه دواړه هېوادونه د افغانستان په ثبات كې مهم رول لوبولى شي.
د سر مقالې په يوې برخه كې راغلي دي، چې په تېرو نهو كلونو كې په افغانستان كې د تروریزم پر ضد جګړه كې له پاكستان پرته د سيمې بل كوم هېواد عملي رول نه دى لوبولى.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سر مقالې كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو په ماموريت تبصره كړې او ليكلي ېې دي، چې دغه سازمان په افغانستان له پخوا ډير فعاله كيږي.
په سر مقالې كې راغلي، ټاكل شوې چې د ملګرو ملتونو د سر منشي پخوانى استازى لخضر ابراهيمي يو ځل بيا له ځانګړېو صلاحيتونو سره افغانستان ته راوليږل شي.
وېسا:
وېسا ورځپاڼې د پاكستان د بهرنيو چارو وزير وروستۍ څرګندونې خپرې كړي، چې ويلي يې دي، دوى نور نه غواړي چې په افغانستان كې دې طالبان واكمن وي.
ورځپاڼې د دغه پاكستاني چارواكي په قول زياته كړې، پاكستان يو وخت د خپلو ګټو لپاره د طالبانو ملاتړ كاوه خو اوس دې دوستۍ تغير خوړلى.
ويسا ورځپاڼې همدا راز په يوه بل مطلب كې د هلمند د مارجې د سيمې د خلكو شكايتونه خپاره كړي چې ويلي يې دي، د ورځې يې بهرني ځواكونه او د شپې يې طالبان ځوروي.
خدمتګار:
خدمتګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د بودیجې پر سر د حكومت او ملي شورا تر منځ روان كشمكش څيړلى او په يوې برخه كې يې ليكلي، ملي شورا هر كال د بوديجې پر سر له حكومت سره لانجه كړې خو وروسته يې د مصلحتونو په اساس تصويب كړې.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك كې ليكلي، چې پاكستان د افغانستان په خبرو اترو كې سعودي عربستان شاته ټيل واهه.
اصلاح او هېواد:
اصلاح او هېواد دولتي ورځپاڼو هم په خپلو نننېو ګڼو كې بېلابېل تحليلي مطالب او تبصرې خپرې كړې دي.
هېواد ورځپاڼې د سږ كال وړانديز شوې بوديجې ته په اشارې سره ليكلي دي، د افغانستان خلك د بيارغونې د متوازنو پروژو د تطبيق كېدو غوښتونكي دي.
خو اصلاح د افغانستان په وړاندې د ايران په پاليسيو يو مطلب خپور كړې او ليكلي يې دي، چې افغانان په خپل هېواد كې د سولې او ثبات په برخه كې د ايران ريښتينې همكاري غواړي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې هم په يوه مطلب كې د هلمند د مارجې سيمې وضعيت څيړلى او ليكلي يې دي، چې له پراخو عملياتو وروسته هم په دې سيمه كې بشپړ امنيت رانشي.
ورځپاڼې په يوه غټ سرليك كې ليكلي، مارجه د ورځې د بهرنيو ځواكونو او د شپې د طالبانو په كنټرول كې وي.
ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د سولې د مشورتي جرګې په اړه، چې ټاكل شوې راتلونكې مياشت په كابل كې جوړه شي، ليكلي دي د دې جرګې په درشل كې بايد جګړه ودرول شي.