د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

شنبې د وري ۷مه


اصلاح :د افغان ماشومانو وضعيت په عمومي توګه څيړلى دى او هغه يې د اندېښنې وړ بللى.
اصلاح :د افغان ماشومانو وضعيت په عمومي توګه څيړلى دى او هغه يې د اندېښنې وړ بللى.

په کابل کې نننېو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼې لیکنې او بېلابېل تحليلي مطالب خپاره شوي، چې په لاندیني مطلب کې رانغاړل شوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په يوه مطلب كې د پاكستان د استخاباراتو په پخواني مشر حميد ګل انتقاد كړی، چې د افغانستان پر ضد يې د معمول پرخلاف خبرې كړي او د افغانستان حكومت او ولسمشر يې چې د نړېوالې ټولنې له ملاتړ څخه برخمن دی، لاس پوڅې بللې دې.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د افغان دولت او اسلامي حزب تر منځ د خبرو اترو روان بهير څيړلې دى.

انیس:

انيس دولتي ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په لومړي مخ كې چين ته د افغانستان د ولسمشر حامد كرزي په سفر تبصره كړې او ليكلي يې دي، دا يو ګټور سفر و، چې ښه اقتصادي نتايج به ولري.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په كندهار كې د اميد په نوم په پوځي عملياتو تبصره كړې او ليكلي يې دي، چې ايا دغه عمليات به د امنيت د تامينيدو په برخه كې د كندهار د خلكو هيلې ترسره كړي.

ویسا:

ويسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د نږدې ملګري او د القاعده شبكې د مالي مسئول د نيولو خبر خپور كړى دى.

ويسا په يوه تحليلي مطلب كې له تاريخي پلوه په افغانستان كې د بهرنيو لاس وهنې څيړلي دي او ليكلي يې دي، چې اوس هم دغه هېواد د هند او پاكستان په ګډون د ډيرو نورو هېوادونو د سياليو ډګر دى.

د ويسا سر مقاله هم د افغانستان او د ګاونډېو تر منځ يې د اړيكو په اړه ده او ليكلي يې دي، چې دا اړيكې بايد له يوې نوې روحيې سره وپالل شي.

سرنوشت:


سرنوشت ورځپاڼې د افغان ولسمشر حامد كرزي او د امريكا د متحده ايالاتو تر منځ اړيكې څيړلي او ليكلي يې دي، چې امريكا اوس حامد كرزى خپل مرسته كوونكى نه بولي.

ورځپاڼې په عين حال كې د ځينو افغان كار پوهانو نیوکۍ هم خپاره كړي، چې ويلي يې دي، امريكا په افغانستان كې د يوه ښه حكومت د رامنځ ته كېدو لپاره كار نه كوي.

د ورځپاڼې سر مقاله په افغانستان كې د ملكي تلفاتو په اړه ده او په ملګرو ملتونو يې نیوکه كړى، چې د دې ستونزې د مخنيوي لپاره يې جدي اقدامات نه دي كړي، بلكې په تشو خبرو يې بسنه كړې.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په يوه مطلب كې د خوست د قومي مشرانو هغه خبره راخيستې، چې ويلي يې دي، د سولې د مشورتي جرګې د غړېو په انتخاب كې دې احتياط وشي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د په هلمند كې په قضايي ادارو تبصره كړې او ليكلي يې دي، چې ځينې خلك د خپلو ستونزو د حل لپاره طالبانو ته مراجعه كوي.

اصلاح او هېواد:

اصلاح او هېواد دولتي ورځپاڼو هم بېلابېل تحليلي مطالب خپاره كړي دي.

هېواد ورځپاڼې په خپلې سر مقالې كې په افغانستان كې د پوهنې ستونزې څيړلي دي او او ټينګار يې كړى، چې نور هيڅ ښوونځي بايد ونه تړل شي او هيڅ ماشوم له زده كړې بې برخې نه شي.

خو اصلاح ورځپاڼې بيا په يوه مطلب كې د افغان ماشومانو وضعيت په عمومي توګه څيړلى دى او هغه يې د اندېښنې وړ بللى.

هشت صبح:


هشت صبح ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر مقالې كې په افغانستان كې د ملي مصالحې د قانون په اړه، چې له مخې يې له دوه زرو لومړي كال نه مخكې په جګړې كې ټولو ښكيلو خواوو ته عمومي بخښنه اعلان شوې، تبصره كړې او دا يې د بشر د حقونو پر ضد يو قانون بللى.
XS
SM
MD
LG