د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

چهارشنبې د وري ۴مه


اراده:

ارادې ورځپاڼې په يوه مطلب كې چين ته د ولسمشر حامد كرزي سفر څيړلى دى او پوښتلي يې دي، چې ايا دا سفر سياسي اهداف لري او كه اقتصادي.

په مطلب كې د افغانستان او چين د اړيكو تاريخ ته كتنه شوې او په افغانستان كې په ځانګړې توګه د كانونو په برخه كې د پانګونې لپاره د دغه هېواد ليوالتيا څيړل شوې.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د حكومت په تېرو كړنو تبصره كړې او ويلي يې دي، چې پنځه نور كاري كالونه هم په مخ كې دي او دا ځل بايد كابينه او په ټوله كې دولت ستونزې تشخيص او د هوارېدو لارې چارې يې ولټوي.

د ورځپاڼې سرمقاله د سږ كال د كانكور ازموينې د نتايجو او د زرګونو بې برخليكه ځوانانو د راتلونكې په اړه ده.

انیس:


د انيس دولتي ورځپاڼې د نننۍ ګڼې سرمقاله په كابل كې د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب د يوه پلاوي د ليدنو كتنو په اړه ده او ليكلي يې دي، افغانانو د دې وړتيا وموندله، چې د خپل هېواد د ثبات او امنيت لپاره واحده مفكوره ولټوي.

خو په سرمقالې كې په دې هم ټينګار شوى، چې خبرې اترې بايد د ټولو ګټو ته د درناوي په شرط و اوسي.

انيس په يوه بل مطلب كې چين ته د جمهور رئيس سفراود افغانستان او چين ترمنځ د اړيكو تاريخ څيړلى او د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوستانه اړيكو يې ټينګار كړى.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې راخيستې چې ويلي يې دي، د كابل كنفران په جوړېدو كې له افغان دولت سره همكاري كوي.

ملي ارمان ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې د افغانستان په وړاندې د پاكستان په پاليسيو نیوکه كړى او ليكلي يې دي چې دغه هېواد غواړي په افغانستان كې د سولې په بهير كې ټاكوونكى رول ولوبوي.

ویسا:

ويسا ورځپاڼې هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي سټيفن ډيمستورا څرګندونې خپرې كړې دي، چې ويلي يې دي، د افغانستان د ستونزو د حل يوازينۍ لاره سوله او خبرې اترې دي.

د ورځپاڼې سرمقاله د روغې جوړې لپاره په كابل كې د افغان دولت او اسلامي حزب د وروستيو مذاكرو په اړه ده او په دې ټينګار شوى دى، چې ځينې كورنېو او بهرنيو كړېو ته بايد اجازه ورنه كړل شي چې د روغې جوړې دغه بهير زيانمن كړي.

اصلاح او هېواد:

اصلاح او هېواد دولتي ورځپاڼو هم په خپلو نننېو ګڼو كې بېلابېل مطالب خپاره كړي دي.

هېواد په خپلې سرمقالې كې د افغانستان او چين د اقتصادي اړيكو په لا پراختيا ټينګار كړى دى او تمه يې ښودلې چې دغه هېواد ته به د ولسمشر حامدكرزي سفر ګټور تمام شي.

خو د اصلاح څو مطالب په افغانستان كې د امنيت او پوځي عملياتو مسايلو ته ځانګړي شوي دي.

سرنوشت:

د سرنوشت ورځپاڼې سرمقاله چين ته د افغان ولسمشر او ملګري پلاوي د سفر په اړه ده.

د سرمقالې په يوې برخه كې راغلي دي چې افغانستان ټينګو سيمه اېزو اړيكو ته اړتيا لري او چين يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې په دې برخه كې مهم رول لوبولاى شي.

ورځپاڼې په يوه بل مطلب كې په افغانستان او عراق كې د امريكا په پوځي تګ لارو نیوکې كړي دي.

سرنوشت همدا راز په پاكستان د طالب مشرانو د نېولو موضوع هم له بېلابېلو اړخونو څيړلې ده.
XS
SM
MD
LG