د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

چهارشنبې د مارچ ۲۴مه


لویدیځو رسنیو د ګلبدین حکمتیار او وسلوالو مخالفینو په اړه مقالې لیکلي
لویدیځو رسنیو د ګلبدین حکمتیار او وسلوالو مخالفینو په اړه مقالې لیکلي

زیاترولویدیځو رسنیو په خپلو وروستیو ګڼو کې د افغانستان د دولت اود ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب د خبرو او د وسله والو مخالفینو په لیکو باندې د دغو خبرو د تاثیر په هکله تبصرې او مقالې خپرې کړې دي..

ګارډین:

د برېتانیی ګارډین ورځپاڼه لیکي، چې د حکمتیار استازې له یو لسټ وړاندیزونو سره کابل ته تللی او دا طبیعي خبره ده، چې د دغه لسټ ټول مطالب به د دولت له خوا ونه منل شي، خو بیا هم له ولسمشر کرزی، نورو چارواکو او پخوانیو جهادي مشرانو سره د دوی خبرې بې اهمیته نه دي.

ورځپاڼه لیکي: سره له دې، چې اسلامي حزب طالبانو ته دومره نژدې نه دي خو له هغوي سره په یوه لیکه کې په افغانستان کې د دولتي او بهرنیو ځواکونو خلاف جنګیږي.

نو که چېرې له دغه حزب سره د سولې په کوم پلان باندې توافق وشي او دوی له جنګه لاس واخلي او یو څه امتیازات ورته ومنل شي نو د طالبانو ځینو ډلو ته به هم لاره پرانیستل شي، چې د ولسمشر کرزي حکومت سره سیاسي روغه وکړي.

او په نتېجه کې به د مخالفینو لیکې کوچنی شي.

ستراتفور کامینتری:


دغه راز ستراتفور کامینتری خپرونه په خپلې روستۍ ګڼې کې لیکي: سره له دې، چې ګلبدین حکمتیار په روستیو څو کلونو کې ایران ته ور نژدې شوي وو، خو دې بیا هم د طالبانو په څیر د پاکستان یو متحد ګڼل کیږي.

خپرونه زیاتوي، چې اسلامي حزب له طالبانو وروسته دوهم لوی ګوند دی چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو خصوصا شمال او شمال ختیځ کې پلویان لري.

خو ستراتفور کامینتري دا هم لیکي، چې اسلامي حزب له طالبانو سره ځکه مقایسه کېدای نه شي، چې طالبان پراخې او ژورې ریښې لري.

خپرونه لیکي، چې د افغانستان د دولت او اسلامي حزب په خبرو کې یوه مهمه موضوع دا ده، چې حکمتیار د ملګرو ملتونواو امریکا په تور لسټ کې شامل دی نو پوښتنه داده، چې د ده د حزب لوی کسان څنګه په ازاده توګه کابل ته تللی او هلته یې له چارواکو سره لیدلي دي.

د ستراتفورکامینتري په وینا دوهمه خبره داده، چې حکمتیار غواړي په دی خبرو سره له طالبانو جلا له دولته امتیازات تر لاسه کړي.

چې د خپرونې په وینا د اسلامي حزب دغه عمل د کرزي لپاره د طالبانو خلاف یوه کودتاه ګڼل کیږي.

ستراتفورکامینټري زیاتوي، چې اسلامي حزب د طالبانو په څیر یوه ډله ده چې بیا هم شخصي نظریات او غوښتنې په کې مطرح دي.

له دولت سره د دغه ګوند یوځای کېدل حتما په طالبانو تاثیر کوي، خو د دې تمه هم نه شي کېدای، چې له دولت سره د اسلامي حزب په یوځای کېدو به د طالبانو لیکي هم تیت او پرکې شي.

ستراتفور کامینټری لیکي، چې دا درسته ده چې له اسلامي حزب سره سوله د حامد کرزي د حکومت لپاره اهمیت لري او په دی لارې کې بریالیتوب د طالبانو په لیکو کې هم درز رامنځ ته کوي، خو له دولت سره یواځې د اسلامي حزب یوځای کېدل داسې شرايط نه شي رامنځ ته کولای، چې په افغانستان کې د امریکا ستراتیژیکي غوښتنې تر سره کړي.
XS
SM
MD
LG