د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د رمضان بشر دوست ژوندلیک


رمضان بشردوست د محمدعلي زوى په ۱۳۴۰ كال کې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې نړۍ ته سترګې وغړولې.
ده خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدكړې د غزني ولايت د قره باغ او مقر په ولسواليو كې او همدارنګه د فارياب ولايت په مرکز ميمنه كې پاى ته ورسولې.

د ۱۳۵۷ كال له ثور وروسته ايران ته مهاجرشو، او هلته د ليسې له فراغت وروسته يې د پاكستان ته هجرت وكړ.

بشردوست په ۱۳۶۰ كال کې فرانسې ته دهجرت په نيت له پاكستانه ووت. ده هېڅكله د فرانسې د تابعيت غوښتنه ونكړه خو په هغه هېواد کې يې سياسي پناه وغوښته.

ده په ۱۳۶۱كال د فرانسې په دېژُن ښار كې په كار او د دې ښار د ادبياتو په پوهنځي كې د ژبې په زدكړه پيل وكړ.
په ۱۳۶۴ كال كې د آزموينې له تېرولو وروسته د ګرونوبل ښار د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته شامل شو او په ۱۳۶۸ كال كې يې له هغه ځایه د حقوقو او سياسي علومو ماسټري تر لاسه كړه.

په ۱۳۶۹ كال كې يې د ژان موني په پوهنتون كې د ډيپلوماسۍ په څانګه كې زدكړو ته دوام وركړ او دعالي تخصصي زدكړو د ډيپلوم په ترلاسه كولو بريالى شو.

په كال ۱۳۷۱ كې د تولوز پوهنتون د سياسي علومو په څانګه كې شامل شو او له هغه ځایه یې هم ډيپلوم واخیست.

ښاغلي بشردوست په ۱۳۷۴ كال كې د تولوز پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه د دوكتورا په اخيستلو بريالى شو.

ډاکټر بشردوست په ۱۳۶۸ كال کې د برتانیې د اكسفورډ د انګليسي ژبې له اكادمۍ OISE او په ۱۳۶۹ كال يې د برايټون GEOS د انګليسي ژبې له اكادمۍ څخه د فراغت سند تر لاسه كړ.

ده د ۱۳۷۵ او ۱۳۸۲ کلونو ترمینځ د پاريس په پوهنتونونو كې د حقوقو، سياسي علومو، او ډيپلوماسۍ په تدريس كې د همكار استاد په توګه دنده درلوده او د دې ترڅنګ یې د پاريس له دارالوكالو سره همكاري كوله.

په ۱۳۸۱ كال كې د څومياشتو لپاره په پاريس كې د افغانستان د سفارت د دریم سكرټر پر دنده وټاکل شو خو د افغانستان د هغه وخت له سفير سره د اختلاف له وجې له خپلې دندې ګوښه شو.

له دې وروسته دی د افغانستان د بهرنيو چارووزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز د جوړولو لپاره هېواد ته راوغوښتل شو. دا مرکز جوړ نشو خو بشردوست په همدې وزارت کې کار ته دوام ورکړ.

په ۱۳۸۳ كال کې بشردوست دولسمشرحامدكرزي د حكومت د پلان د وزير په توګه وټاكل شو. ده په ۲۰۰۴ كال کې د ۲۳۶۵ انجیوګانو له ډلې څخه د ۱۹۳۵ انجیوګانو د منحلولو فیصله اعلان كړه خو دا فیصله د ډېرشمېر دولتي او نړیوالو ادارو له سخت مخالفت سره مخ شوه. په ۲۰۰۴ كال کې یې له پلان وزارت څخه استعفی وكړه او وروسته يې د البېروني پوهنتون د حقوقو او شرعياتو په پوهنځي كې د سياسي او حقوقي علومو تدريس پيل كړ. په ۱۳۸۴ كال ولسي جرګې ته انتخاب شو، او تر نن ورځې د ملت د استازي په توګه د پارلمان غړی دی.
XS
SM
MD
LG