د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

په کابل کې د ګلانو او بوټو يو تحقيقاتي باغ جوړېږي


د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره تر ټولو ښه لاره چې د نړۍ مشرانو هم پام نه و ورته کړى، باغونه دي. د بريتانيا يوه علمي اداره غواړي په کابل کې د نباتاتو د پېژندنې باغ جوړ کړي، چې بزغلي به په کې روزل کېږي او سيمه ييز کروندګر به په کې خپلو سيمه ييزو نباتاتو ته ورده ورکوي.

نور د فرانسې خبري اژانس په حواله، يو مطلب دلته لوستلاى شئ.

د بريتانيا د بوټو د پېژندنې علمي اداره چې رويال بوتانيک ګارډين ايدنبرا يا په لنډو کې RBGE نومېږي، له څو لسيزو راهيسې د کابل پوهنتون له کرنې پوهنځي سره همکاري لري، اوس غواړي په څلور هکټاره مځکه کې دغه نوې تحقيقاتي پروژه عملي کړي.

د دې ادارې ماهرينو په دې وروستيو د کابل تر کتنې وروسته د دې باغ د جوړولو مشوره ورکړې، چې له افغانستان سره تر څو لسيزو ناکراريو وروسته يوه وړه همکاري وي، په سکاټلنډ کې د دې بريتانوۍ ادارې د نباتاتو يوه ماهر ماټيو هال وويل:

”موږ په دې پروژه کې ډېر قوت وينو، دا به د نباتاتو تنوع زياته کړي دا کار د ژوند چاپېريال ته ګټه رسوي او هر هېواد ته مهم دى، کابل پوهنتون هم دې کار ته لېواله دى، اوس پر دې مشوره کوو چې خپل ماهرين ورته راولو چې دلته د نباتاتو او بزغليو يو کوچنى باغ جوړ کړي“

په دې ځاى کې به د بوټو په برخه کې علمي مطالعې هم کېږي. د دې ادارې چارواکي وايي په دې توګه غواړي د تحقيقاتي کارونو لپاره محلي ظرفيتونه لوړ کړي.

هغه ځمکه چې د ګلانو پيوند ښه نتيجه په کې ورکوي، تر اوسه شاړه پرته ده، دلته به ګلخانې او د ګلانو فرشونه ايجاد شي.

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي مشر محمد ياسين محسني د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي، دغه باغ به د کرنې پوهنځي ته زيات ارزښتمن وي، چې محلصين به په کې د څېړنې اسانتيا لري.

نوموړي ويلي دي:

”دغه پلان عملي کېدونکى دى، خو بشپړېدو ته يې وخت شته، موږ د بهرنيو علمي ادارو د مرستې هرکلى کوو. موږ د نباتاتو د پېژندنې يوه باغ ته ضرورت لرو، چې د باغوانۍ، د ځنګلونو د ساتنې او بيالوژۍ په برخه کې خلک په کې وروزل شي“

په افغانستان کې د کرنې په برخه کې څه هڅې روانې دي، چې ځينې بوټي د کوکنارو ځاى ونيسي. تر دې مخکې په کابل کې خلکو زيات ګلان روزل، خو د تېرو درېيو لسيزو په جګړو کې دغه شوق له خلکو پاتې شو، ايله په تېرو اتو کلونو کې دغه بهير چټک شوى دى.

له جګړو او چاودنو سره- سره د دې بريتانوۍ ادارې د نباتاتو يو ماهر ماټيو هال غواړي کابل ته سفر وکړي، نوموړي ويلي دي، د نباتاتو د دې باغ ايجاد به له افغانستان سره مرسته وکړي، چې د جګړې له کبله يې زيانمن شوى طبيعي چاپېريال بېرته راژوندى شي.
XS
SM
MD
LG