د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

د امریکا دفاع وزیر پر ایران د اقتصادي او پوځي فشار غوښتنه وکړه


رابرت ګېټس د سعودي عربستان له پاچا ملک عبدالله سره روغبړ کوي
رابرت ګېټس د سعودي عربستان له پاچا ملک عبدالله سره روغبړ کوي
د امریکا د متحد ایالاتو دفاع وزیر د عربي متحد اماراتو په مرکز ابوظبي کې خبریالانو ته د ایران د اتومي فعالیتونو د مخنوي په اړه معلومات ورکړل، رابرټ ګیټس چې د اماراتو او عربستان په دوه ورځني سفر وتلی دی، وایي چې پر ایران به د بندیزونو ترڅنګ پوځي فشارونه هم زیات شي

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس وویل چې د فارس د خلیج هیوادونه پوهیږي چې د اتومي مسالې لپاره پر ایران بندیزونه لګول کیږي.

اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي، داسې ښکارې چې نړیوال پر دې راضي شوې دي چې پر ایران اقتصادي بندیزونه ولګول شي. د امریکا دفاع وزیر له سعودي عربستان او عربي متحد اماراتو څخه د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ وویل، فکر کوم چې په سیمه کې نور هیوادونه دې بندیزونو ته اندیښمن دي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، چې د عربستان او اماراتو چارواکو ته بیا واضح شوه چې د امریکا هدف یوازې د ایران مشران او د دغه هیواد سپاه پاسداران انقلاب پوځي څانګه ده.

رابرټ ګیټس وویل چې د ایران له لورې په لنډ وخت کې د اتومي وسلو د جوړیدو د تکل د مخنوي لپاره د فارس خلیج د هیوادونو پر سر امنیتي چتر جوړ شوی دی، رابرټ ګیټس بیا وویل، موږ د فارس خلیج له اکثر هیوادو سره له څو کلونو راپه دې خوا د امنیت په برخه کې ډیر غښتلي روابط لرو، هم په هوایي برخه کې، هم د توغندیو د دفاعي سیستم په برخه کې او هم د سمندري څارنې په برخه کې همکاري شته.

عربستان پر ایران د بندیزونو په برخه کې شک کوي چې کار به ورکړي، اوس د رابرټ ګیټس په وینا د ملګرو ملتو د امنیت شورا په څلورمه غونډه کې بندیزونو ته خوش بین ښکاري.

رابرټ ګیټس وویل، اقتصادي بندیزونه ښایي اغیزمن وي البته په دې شرط چې په مستقیم ډول وي او نور هیوادونه یې هم تطبیق کړي.

د امریکا متحد ایالات او لویدیځ متحدان یې هڅه کوي چې د ملګرو ملتو په څلورمه غونډه کې پر ایران بندیزونه ولګوي، په ځانګړې ډول وروسته تر دې چې تهران دا ونه منله چې د یوارنیمو له غني کولو په خپله خاوره کې لاس واخلي.

ایران وایي، اتومي پروګرام یې د سوله ییز مقصدونو لپاره دی ، غواړي چې انرژي ترلاسه کړي.

عربي متحد امارات سره له دې چې له ایران سره ښه اړیکي لري، دا ویره لري چې ایران د عراق د شیعه و له لارې له لبنان او سورې سره هم اړیکي ونښلوي. خو په عربي متحد اماراتو کې له څو کلونو راهیسې د امریکایي الوتکو اډې شته، په دوبی کې جبل علي بندر د امریکایي سمندري ځواکونو ډیره مهمه اډه ده.

د امریکا د پوځي چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دې اخیستل شوې اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې مارات په فارس خلیج کې له څلور هغو هیوادونو څخه دی چې د امریکا د توغندیو ضد دفاعي سیستمونه پکې فعاله دي. دغه سیستمونه د ایران د توغندیو د دفع کیدو لپاره په کار اچول شوې دي. ایران اعلان کړی دی چې تر اوسه یې داسې توغندي جوړ کړې دي چې یو زر دوه سوه پنځوس کیلومتره واټن ویشتی شي. د لنډ واټن توغندي هم ایران لري چې د خلیج شاوخوا ټول هیوادونه په نښه کولای شي.
XS
SM
MD
LG