د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۵۸

ازادۍ راډیو ته ستاسو را استولي لیکونه نندارې ته وړانېد شول


د ازادۍ اروپا/ازدۍ راډیو مرستیال اکبر ایازي
په واشنګټن کې د کانګرس په نندارتون کې د ازادۍ راډيو د اوریدونکو یو شمېر اوږده او ښکلې لیکونه نندارې ته کېښودل شول.

دغه لیکونه د امریکا د کانګرس کتابتون ته غوره شوي چې د تل لپاره به په کې خوندي شي.

ازادۍ راډیو ته هره اونۍ د خپلو اوریدونکو او مینه والو په سلګونو لیکونه راځي، چې د پوهنتون محصلان، بزګران، کلیوال ، چارواکي او نور په کې خپلې ستونزې بیانوي، د خپلې خوښې سندرې غواړي او یا هم د خپل زړه حال له راډیو سره شریکوي.

د اوریدونکیو د لیکونو ددې نندارتون په اړه مو د ازادې اروپا / ازادۍ راډیو له مرستیال اکبر ایازي سره مرکه کړې ده . دا مرکه دلته اوریدلی شې :



ستاسو د ځینو لیکونو تصویرونه له دې ځایه هم کتلۍ شۍ
XS
SM
MD
LG