د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

خلیلزاد:د سولې خبرو ته کیناستل د طالبانو په ګټه دي


زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

نن سبا د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سیاسي روغې جوړې او پخلاینې راپورونه خپریږي او داسې هیلې پیدا شوي چې د سولې د یوې معاملې په اساس به وسله وال له جګړو لاس واخلي او په ټولنې کې به خپل عادي ژوند پیل کړي.

له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په اړه، په افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو پخواني سفیر زلمي خلیل زاد یوه تحلیلي مقاله لیکلې چې مهمي يې جان اقا الکوزي پښتو ته ژباړلي :

د طالبانو له پخلایني څخه ښې نتیجی تر لاسه کېداي شي خو که چېری لازم او ضروري شرطونه په کې کېښودل شي. داسي بریښي چې پدي عملیې کې تر اوسه کوم ځانګړي شرطونه ندي وړاندي شوي.

خلیل زاد د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې مقالې کې لیکې: ملي پخلاینه یوه ښه او قوي عملیه ده. داسي څرګندیږي چې وسله وال په دي شرط د پخلاینې وړاندیز مني چې عمومي بخښنه ورته اعلان شي او د هیواد په سیاسي عملیې کې ورته د شاملیدو او ګډون حق ورکول شي.

جمهور رییس کرزی له څو کلونو راهیسې له طالبانو سره د پخلاینې په لټه کې دی. پدي وروستیو کې د سولې هلي ځلي نوري هم زیاتي شوي او جمهور رییس کرزی غواړي د پخلاینې د پلان د عملي کولو په مقصد د سولې یوه لویه جرګه جوړه کړي.

خلیل زاد لیکې: د طالبانو د مهم پوځي قوماندان ملا برادر د نیولو مسله تر اوسه سمه نه ده روښانه. داسې اوازې هم شته چې نوموړی له افغان حکومت او امریکا سره په خبرو کې دخیل و.

که چېري پاکستان په خپلې پالیسۍ کې بدلون راوستی وي چې نور به په خپلې خاورې کې وسله والو ته پناه نه ورکوي او دغه راز به هغو ته دا اجازه هم نه ورکوي چې په افغانستان کې په اییتلافي او افغان ځواکونو حملې وکړي، نو دا به په حقیقت کې یو ستر او مثبت بدلون وي.

خلیل زاد په مقالې کې لیکې : وسلوال باید دې نتیجې ته ورسیږي چې وخت یي په ګټه نه دی او په داسي حال کې چې لا هم یو څه قوت ورسره پاته دی، دا به یې په ګټه وي چې د سولې معامله وکړي.

خو په خواشینۍ سره کې دا مهال په افغانستان کې وضعه داډول نه ده. په هغو سېمو کې چې وسله وال په کې فعالیت لري، په دي وروستیو کلونو کې دوی غښتلي شوي، له افغان حکومت او اییتلافي ځواکونو څخه د خلکو ملاتړ کم شویدی. بله دا چې طالبانو ته بهرنی ملاتړ او امن ځایونه هم برابریږي. او دا هم د حیرانتیا خبره نده چې د طالبانو مشرتابه تر اوسه د پخلایینې وړاندیز رد کړی دی.

خلیل زاد د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په مقالې کې وړاندي لیکې:

که چېري مونږ دا تمه کوو چې طالبان دي زمونږ شرطونو ته غاړه کېږدي نو مونږ باید چې لومړی د جګړې په حالت کې بدلون راولو. تر اوسه طالبانو یوازې له امریکا سره د خبرو کولو غوښتنه کړي خو خبرې له پخلاینې سره توپیر لري.

طالبان وایي، اییتلافی ځواکونه دي له افغانستان څخه د وتلو مهال ویش وټاکې ، یو انتقالي حکومت دي جوړ شي تر څو دوي یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسیږي.

خلیل زاد لیکې: طالبان ممکن داسي وښیې کې له القاعده شبکې څخه یي ځانونه جلا کړي خو مونږ باید دا خبره هیره نه کړو چې القاعده د طالبانو په بري کې مهمه ونډه درلوده.

خلیل زاد د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په مقالی کې لیکي: پاکستانیو مشرانو د امریکا له پوځي مشرانو سره په کتنو کې ویلي چې، دوي به له طالبانو سره د خبرو او غونډو لار هواره کړي. خو دا هم باید په یاد ولرو چې له طالبانو سره د جګې سطحي د خبرو او غونډو له وجي به د طالبانو تحریک او په سېمه کې نور ورته اسلامي غورځنګونه مشروعیت حاصل کړي او اسلامی بنسټ پالنه به تقویه شي.

که چېري دا ډول غونډې او خبرې د جمهور رییس حامد کرزي د حکومت له ګډون پرته وشي نو حکومت ته به زیان ورسیږي او دا به سخت په شا تګ وي.
XS
SM
MD
LG