د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۳

په هملند کې د جګړې له ویرې بې ځایه شوې کورنۍ د لوږې له ګواښ سره مخ دي


په داسې حال کې ، چې له شپږو ورځو راهیسې د هلمند په مارجې او نادعلي ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر ضد د مشترک په نوم د افغان او نړیوالو ځواکونو کډ عملیات روان دي،په سېمه کې د جګړې ویرې ګڼې کورنۍ اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي او نورو سېمو ته کډه شي .

دا بې ځایه شوې کورنۍ د هلمند مرکز لشکرګاه او نورو سیمو ته کډه شوي، خو شکایت کوي ، چې مرستې ور ته په عادلانه توګه نه ویشل کیږي.

بل لور ته په مارجې او نادعلي ولسوالیو کې په جګړه کې راګیر کسان هم د خوراکي موادو له نشتوالي شکایت لري، او وایي، چې هغه څه یې چې لرل مصرف کړي یې دي، او او د لوږې له سخت ګواښ سره مخامخ دي.

صالحې اسحق زۍ خالقي په هلمند کې د روانو عملیاتو اود جګړې له ویرې د بې ځایه شویو کډوالو د وضیعت په اړه په دې ولایت کې د ازادۍ راډیو له خبریال الیاس داعي سره مرکه کړې .

دلته یې اوریدلی شۍ :
XS
SM
MD
LG