د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۸ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۵۰

د کابل د کرکټ تیم امر حاجی عزیزالله فضلي سره مرکه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د هالنډ د کرکټ له لوبډلې څخه ماته وخوړه، دغه سیالۍ چې د ۲۰۱۰ میلادي کال ۲۰ – ۲۰ اوورونو د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ ده په دوبۍ کې روانې دي.

د کابل د کرکټ ټیم امر حاجي عزیزالله فضلي ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې د افغانستان د کرکټ ټیم د ماتې خوړلو په اړه وویل، چې د افغانستان د کرکټ لوبډلې په نننۍ لوبه کې ځني نیمګرتیاوې درلودې، چې یوه یې په لوبه کې د یو تکړه او با تجربه لوبغاړي اضغر ستانکزي نه ګډون و.

بله نمیګړتیا یې د ټیم د روزونکي او کپټان په ګوته کړه او هغه دا وه چې د ټیم کپټان دوه تنه لومړي اوپنرپیټس مینان (لومړی توب وهونکي) تبدیل کړل او پر ځای یې نور کسان لومړي میدان د لوبې لپاره رااویستل.

د ده په وینا، له نېکه مرغه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوس هم یو چانس لري، چې د ۲۰۱۰ میلادي کال د ۲۰ اووره په سیالیو کې ګډون وکړي. خو که چېرې سبا یانې د شنبې په ورځ د اماراتو د کرکټ لوبډلې ته ماته ورکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې درې پرلپسې لوبې وګټلې، چې په لومړۍ لوبه کې یې د ایرلنډ کرکټ ټیم ته، دوېیم یې د سکاټلند او په درېیمه لوبه کې د امریکا ټیم په ګونډو کړ.

د ۲۰۱۰ میلادي کال د ۲۰-۲۰ اووره نړیوال جام به د وېسټ انډېز په هېواد کې ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG