د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د قومونو او قبایلو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي سره مرکه


د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزی
د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزی
د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت په دې ورستیو کې یو دوره ورځنی سیمینار جوړ کړی و، چې اصلي هدف یې د دې وزارت د ریاستونو رییسانو او نورو مشرانو ته د راتلونکي سولې جرګې په اړه معلومات ورکول وو، چې دوی یې بیا په ولایتونو کې قومي مشرانو او مخورو سره شریکې کړي.

د قومونو او قبایلو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه وویل، چې تر ډېره به هڅه وکړي، چې د سولې راتلونکې جرګې ته قومي مشران او مخور راوبولي.

د ده په وینا شپږ میاشتې کیږي، چې د سولې په اړه یې قومي مشرانو او سپینږیرو سره خبرې پیل کړي دي، څو د دولت او مخالف ډلې یا مرورو ورونو تر منځ منځګړيتوب وکړي.

XS
SM
MD
LG