د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۸

د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار جیمز جونز سره مرکه


د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار جنرال جیمز جونز
د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار جنرال جیمز جونز
د امریکا متحده ایالاتو امینتي سلاکار وویل، چې د افغانستان روان حالت له بېلابېلو اړخونو ارزول کیدای شي، او د ده په وینا امریکا او متحدین یې ډېر ښه پر مخ روان دي او د افغانستان امنیتي وضع مخ په ښه کېدو ده. جنرال جیمز جونز دغه څرګندونې له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې کې وکړې.

ښاغلي جونز وویل، چې د امریکا نوې ستراتیژې د دې لپاره نه ده جوړه شوې، چې په دې هېواد کې ستونزې حل کړي، دا ستونزې باید په خپله افغانان حل کړي او موږ ورته دا فرصت برابرو، چې خپل برخ لیک او راتلونکی دوی په خپله وټاکي.

جنرال جونز زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ناټو قومندان او ملګري یې تل هڅه کړې، چې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي او موږ غواړو د افغانانو د دود او دستور ته درناوی وکړو.

جیمز جونز دا خبره هم رده کړه، چې په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر کرزي او بارک اوباما تر منځ د نظر اختلاف پیدا شوی وي.


XS
SM
MD
LG