د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۶

ژوندپه شېبو کې


نن به لو مړى د كابل ښار د ريكاخانې ګذر په اړه معلومات اورئ
داحمد شاه بابا تر مرګ وروسته چې د ده زوى تيمورشاه په ۱۷۷۳كې واك ته ورسېده، يو كال وروسته يې پايتخت كابل ته را انتقال كړ ، له تيمور شاه سره كابل ته ډېر پوځي او قومي مشران هم راغلل او دلې مېشت شول. تيمورشا ه په كابل كې دغو مشرانو ته سيمې په نامه كړې چې ډېرى يې اوس هم د هغوى په نومونو يادېږې لكه :مرادخاني، باغ علي مردان خان او داسې نور.د مورخانو په ويناد كابل ښارد ګذرونو ويش هم د تيمورشاه د واكمنۍ پرمهال شوى دى چې لاهم ډېرى ګذرونه په همهغو نومونو يادېږي لكه: د آهنګرانو ګذر، د مسګرانو ګذر، د خرابات ګذرخو په دغوګذرونه كې ډېرى داسې هم دي چې اصلي اوسيدونكې يې اوس كم شوي اوكسب ګريې هلته ژوند نه كوي لكه: دريكاخانې ګذر ، دغه ګذر چې د كابل ميوند واټ له پاى سره، شمال لور ته موقيعت لري يوه اوږده كوڅه ده چې يو سريې ميوند واټ او بل يې د علي مردان خان باغ ته ورګډيږي ، اوسيدونكې يې خلك ريكايان بولي نو كه غواړئ پوه شئ چې ريكايان څوك دي او څنګه په دې ګذر كې مېشت شوي دي ،د نن خپرونې لومړى مطلب واورئ. د خپرونې دوهم مطلب مودهغودودونو په اړه دى چې خلك يې د وچكالي په وخت كې تر سره كوي او د باران خواست كوي

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG