د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۸

سیما سمر: د ښځو پر واړندې زورزیاتی نه دی ختم شوی

په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر ویلي، چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې زور زیاتی کم شوی خو دومره هم نه، چې د قناعت وړ وي.

ډاکټرې سیما سمر د پنج شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه وویل، چې اوس هم د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ښځې د دې حق نه لري، چې ښوونځي ته لاړې شي، کار وکړي، خپل حق وغواړي او یا محکمې ته لاړې شي. د دې په وینا دا په خپله یو ډول زور زیاتی دی، چې د ښځو په وړاندې روان دی.

اغلې سیما سمر وویل، چې تېر کال نږدې ۳۰۰ بېلابېلې پېښې په کمیسیون کې ثبت شوي دي. د دې په وینا په هېواد کې د ښځو پروړاندې د زور زیاتي د خمتولو او یا کمولو لپاره باید کوټلي ګامونه بورته شي.

XS
SM
MD
LG