د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۱

چهار شنبه د جنوري ۲۰ مه

انډپنډنټ او وال سټریت ژورنال ورځپاڼو په کابل کې د تېروې ورځې تروریستي پېښې او د ولسشمر کرزي د نوې کابینې په اړه مطالب خپاره کړي، چې جان اقا الکوزي ترې نه لاندني مطالپ راچاڼ کړي دي.

انډپنډنټ:

په انګلستان کې خپریدونکې ورځپاڼې انډپنډنټ په وروستۍ ګڼه کې یوه مقاله لیکلې او سرلیک یې ورکړی: "په افغانستان کې سرسختی دښمن" ورځپاڼه لیکي، د طالبانو له خوا د کابل په زړه کې وروستۍ تروریستي حمله له څو اړخونو څخه د پام وړ ده.

د حملې د وخت او بڼې له پلوه طالبانو هڅه وکړه داسې وښیي، چې دوی د خپلو عملیاتو په تر سره کولو کې هم غږي او منظم دي او دوی څو تنه جګړه ماران نه بلکه یوه سیاسي ډله ده، چې د اوږدې مودې هدفونه لري.

انډپنډنټ لیکي، د طالبانو دا حمله له یوې خوا د افغانستان په سرحدي سیمو او یا په بل عبارت د پښتنو په قبایلي کمربند کې یوسیاسي زیان دی او له بلې خوا دا هم په ډاګه کوي، چې نړیواله ټولنه د افراطیانو د مهار کولو لپاره په افغانستان کې د عسکرو د شمېر له زیاتولو پرته بله کومه چاره نه لري.

ورځپاڼه زیاتوي، له وروستیو پېښو څخه د یوه بلې مسالې اهمیت هم په ډاګه کیږی او هغه دا، چې باید د پښتنو په سېمو کې اقتصادي پراختیا ته زیات پام واړول شي او د خلکو نه رضایت هم د شخړو یو عامل دی.

انډپنډنټ ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې بری یوازې له پوځي لارې نه شي حاصېلدای بلکه بری هغه وخت ممکن دی، چې افغانان د امن احساس وکړي.

د ورځپاڼې په باور، د کابل د دوشنبې د ورځې تروریستي حملو یوې بلې نکتې ته هم د خلکو پام واړاوه او هغه دا، چې له حمله کونکو سره د مقابلې چارې افغاني ځواکونو رهبري کولې او ویې کړای شول، چې د څو ساعتنونو په مودې کې په بري سره وضعه ارامه کړي.

وال سټریټ ژورنال:

امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال په وروستۍ ګڼې کې "کرزی له زیاتو اندیښنو سره مخامخ دی" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

د ولسي جرګې وکیلانو د جمهور رییس حامد کرزي له خوا د نومول شویو وزیرانو زیات شمېر کسان رد کړل او د ژمي په رخصتۍ لاړل. دا په جمهور رییس کرزي باندی یو بل سیاسي ګزار دی.

د ورځپاڼې په عقیده، له دې عمل څخه، په لومړي قدم کې، دې ته هم د خلکو پام اوړي چې جمهور رییس کرزی په داسې حال کې د لندن کنفرانس ته ځي چې د کابینې ټولې څوکۍ یې نه دي ډکې شوي.

د ولسي جرګې ځیني وکیلان په جمهور رییس کرزي تور لګوي، چې د کابینې وزیران یې د اهلیت او لیاقت په اساس نه دي غوره کړي بلکه د دوی په انتخاب کې یې سیاسي ملحوظات په نظر کې نیولي دي.

وال سټریټ ژورنال د ولسي جرګې د غړې فوزیه کوفي خبرې هم راخیستي چې وایي، دا خبره له لومړي سره هم معلومه وه، چې د جمهور رییس کرزي ټول نومول شوي وزیران به د اعتماد رای تر لاسه نه کړای شي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د جمهوري ریاست داسې انتخابات تر سره شوي، چې د پراخو درغلیو اداعاوې په کې شوی دي او دا چې په همداسي یوه حالت کې به څو میاستي وروسته د ملي شورا لپاره هم انتخابات تر سره کیږي نو په دې اړه زیاتې اندیښنې موجودی دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG