د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۱

سې شنبه د جنوري ۵مه

ټایمز لیکي، ولسي جرګې د ولسمشر کرزي د نوي کابینې دوه درېمه برخه وزیران رد کړل او دا د ولسمشر واک ته یو سخت ګزار ګڼل کیږي.

په رد شوېو وزیرانو کې د کابیني یواځنی وزیره او یو پخوانۍ جهادي قوماندان هم شامل دی، چې د بشري حقوقو په تېريو تورن ګڼل کیږي.

ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي دا خبره را اخیستی، چې وایي وروسته له دې چې ولسي جرګې د۲۴ وزیرانو څخه یواځې اوه وزیران ومنل، نو کېدای شي په دې سره افغانستان د یوه غیرفعال حکومت د لرلو له ګواښ سره مخامخ شي.

کای ایډه وایي، د ګڼ شمېر وزیرانو ردېدل موږ ته د حیرانتیا خبره وه. او په دې سره به د بلا تکلیفي دوره، چې له تېرو انتخاباتو وروسته په ځای ده نورهم اوږده شي.

ټایمز ورځپاڼه وړاندې لیکي، د ناټو هدف دادی چې افغان حکومت خپل یوبا اعتماده شریک کړي او دغه حکومت خلکو ته اساسي خدمات وړاندې کړي او په دې سره په خلکو کې د مخالفینو ملاتړکم شي.

ورځپاڼه لیکي، د نوي کابینې د وزیرانو غوره کول د اداري فساد ضد مبارزه کې د ولسمشرکرزي لپاره یوه ازموینه ګڼل کېده. اداري فساد د هېواد د رغاونې په چارو کې د لویدیځو مرستو مخه نیولې ده.

ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې ګڼ افغان سیاستوال په دې باور دي چې د کابینې ردول د ډموکراسي لپاره یو بری دی. او دا لومړۍ ځل دی، چې د ولسي جرګې وکیلانو په تېرو اتو کلونو کې ولسمشر مسول وګاڼه او محاسبه یي ورسره وکړه.

ورځپاڼې د ولسي جرګې دغړي داوود سلطان زوی دا خبره را اخیستې، چې وایي په داسې یوې سیمې کې، چې د خلکو د غږ ځواب په کوتکو او د ټوپکو په ډزو ورکول کیږي د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو رد په هر نړېوال معیار د دموکراسي یو بریالیتوب دی.

ورځپاڼې د یوه لویدیځ دیپلومات خبره هم را اخیستی، چې وایي ولسمشر کرزي ولسي جرګې ته دومره پاملرنه نه کوله او د هغوي پریکړی به یي له پامه غورځولی، څپیړې به یي ورکولی، خو دا ځلي جرګې هم ورته خپل زور وښوده.

د ټایمز ورځپاڼې په وینا د ارګ یو ویاند وویل، چې ولسمشر د ولسي جرګې پریکړې مني او د وزیرانو بل لسټ به دوي ته ولیږي خو دا یي ونه ویل، چې کله.

ټایمز لیکي، چې دا مهمه ده چې پارلمان د دفاع، کورنېو چارو، مالیي او کرنی وزیران ومنل او دا هغه وزارتونه دي، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او اقتصاد د رغاونې چارې په مخ بیایي.

خو دیپلوماتانو داهیله درلوده، چې د لندن د کنفرانس لپاره کابینه تصویب شوی وای. ورځپاڼې د ولسي جرګې د مشهوری وکیلی شکریي بارکزۍ دا خبره را اخیستې، چې وایي دا لومړۍ ځل دی چې د ولسي جرګې غړو پرته له قومي تمایلاتو د شایسته سالاری په بنیاد رایي ورکړي او موږ څرګنده کړه، چې ایتلافي حکومت نه غواړو بلکه موږ یو باکفایته او موثر حکومت غواړو.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG