د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۴

ولسي جرګې د کرزي له خوا ور پېژندل شوي۱۷ وزیران رد کړل


د ولسې جرګې غړې شکریه بارکزی د رایې کارولو پر مهال.
د ولسې جرګې غړې شکریه بارکزی د رایې کارولو پر مهال.

د افغانستان ولسې جرګې نن د ولسمشر حامدکرزي له خوا د نوې ورپېژندل شوې کابینې ۲۴ تنو وزیرانو ته رایې ورکړې . د رایو شمیرنې په پای له ورپېژندل شویو وزیرانو څخه ېوازې ۷ تنه یې وتوانیدل چې د ولسې جرګې د غړیو د اکثریت د باور رایې تر لاسه کړي.

پاتې ۱۷ تنه یې د ولسي جرګې له خوا رد شول. دې ټولو وزیرانو په تېرو دوو اونیو کې ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشریح کړي و او د ولسي جرګې د غړیو پوښتنو ته یې ځوابونه ویلي وو .

هغه ۷ تنه وزیران چې د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو په توګه تایید شول:


د ملي دفاع وزارت ته کاندید جنرال عبدالرحیم وردګ د ۱۲۴ د تاید رایې او سل د رد رایې تر لاسه کړې .

د کورنیو چارو وزارت ته کاندید حنیف اتمر ۱۴۷ د باور رایې او ۷۷ د نه باور رایې واخیستې .

د مالیې وزارت ته کاندید حضرت عمر زاخلیوال ۱۴۷ د باور او ۸۴ د نه باور رایې واخیستې .

د پوهنې وزارت ته کاندید ډاکتر فاروق وردګ ۱۵۵ د باور او ۷۳ د نه باور رایې تر لاسه کړي .

د اطلاعاتو کلتور وزارت ته کاندید سید مخدوم رهین ۱۲۰ د باور رایې ترلاسه کړي او۹۳ د نه باور رایې یې اخیستي دي .

د کانونو وزارت ته کاندید وحیدالله شهراني د باور ۱۴۰ رایې او د نه باور ۸۷ رایې یې تر لاسه کړې .

د کرنې او مالدارۍ وزارت ته کاندید محمد اصف رحيمي د باور ۱۳۶ رایې خپلې کړې دي او د نه باور رایې یې تر دې کمې وې .

هغه ۱۷ تنه کانديدوزیران چې ولسي جرګې رد کړل :


د عدلیې وزارت ته کاندید سرور دانش د باور ۹۶ رایې واخیستې او د نه باور ۱۲۲ رایې یې تر لاسه کړې .

د لوړو زده کړو وزارت ته کاندید عبیدالله عبید د باور ۹۴ او د نه باور ۱۲۱ رایې خپلې کړې .

د اوبو او برېښنا وزارت ته کاندید اسمعیل خان د باور ۱۱۱ رایې او د نه باور ۱۰۹ رایې خپلې کړي .

د حج او اوقافو وزارت ته کاندید عنایت الله بلیغ د باور ۱۰۸ رایې او د نه باور ۱۱۵ رایې خپلې کړې .

د فواید عامې وزارت ته کاندید، میرزا حسین الهي د باور ۳۳ رایې او د نه باور ۱۷۹ رایې تر لاسه کړې .

د اقتصاد وزارت ته کاندید وزیر انور الحق احدي د باور ۹۱ رایې او د نه باور ۱۳۰ رایې خپلې کړې.

د عامې روغتیا وزارت ته کاندید سید محمد امین فاطمي د باور ۱۰۲ رایې او د نه باور ۱۲۰ رايې خپلې کړې .

د مخابراتو وزارت ته کاندید امیرزی سنګین د باور ۹۲ او د نه باور ۱۳۰ رایې خپلې کړې .

د سوداګرۍ وزارت ته کانديد غلام محمد ییلاقي د باور ۷۶ رایې ترلاسه کړې او ۱۳۸ یې د نه باور رایې وې .

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ته کاندید ویس برمک د باور ۹۰ رایې خپلې کړې او د نه باور ۱۲۷ رایې تر لاسه کړې.


محمد اسمعیل منشي د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته کاندید د باور ۳۹ رایې اود نه باور۱۷۶ رایې واخیستې .

محمدالله بتاش د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته کاندید د باور ۸۲ د نه باور۱۳۸ رایې واخیستې .

حسن بانو غضنفر د ښځو د چارو وزارت ته کاندیدې د باور ۱۱۵ د نه باور۱۱۷ رایې واخیستې .

عنایت الله نظري د کډوالو او راستنیدونکیو د چارو وزارت ته کاندید د باور ۸۲ د نه باور۱۳۳ رایې واخیستې .

سید حامد ګیلاني د سرحدونو د چارو وزارت ته کاندید د باور ۷۰رایې او د نه باور ۱۴۹رایې واخېستې .

جنرال خدایداد د نشه یي مواد و پر ضد د مبارزې وزارت ته کاندید د باور ۳۶رایې او د نه باور ۱۷۶رایې واخېستې .

محمد یوسف پښتون د د ښاري پراختیا وزارت ته کاندید د باور ۸۸رایې او د نه باور ۲۷رایې واخېستې .

د یاودنې وړ ده چې ټولو وزیرانو ته یو شمیر سپینې رایې هم ورکړل شوې وې چې نه په رد او نه هم په تاییدي رایو کې حساب شوي . همدا رانګه د ځینو وزیرانو لپاره یو کم شمیر رایې باطلې هم وګڼل شوې.

څارونکې وايي ښايي ولسمشر حامد کرزی د رد شویو وزیرانو له ډلې څخه یو شمیر یو ځل بیا ولسي جرګې ته د باور د رایو د تر لاسه کولو لپاره ور واستوي .

XS
SM
MD
LG