د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۷

جمعه د جنوري لومړۍ نېټه


د لویدیځ ګڼو ورځپاڼو د خوست پر چاودنې مقالې خپرې کړې دي، چې ویل کیږي یوه افغان عسکر دغه ځان وژونکی برید کړی دی او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، یا سي، ای، اې غړي یې وژلي دي.

لویدیځو وځپاڼو د دې پېښې په اړه دا اندېښنه څرګنده کړې ده، چې طالبانو تر څه بریده د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د پیښې ځای پیدا کړی دی او بهرنیو ته د طالبانو ګواښ تر څه بریده جدي شوی دی.

ګارډین

یو شمېر ورځپاڼو بیا بهرنیو ته په راتلونکې کې ممکنه تهدید ته اشاره کړې ده او لیکي، په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له لورې د ملکیانو له وژنې سره ګواښونه زیاتیږي.

بریتانیایۍ ورځپاڼه ګارډین لیکي، افغانان په ورستیو کلونو کې له لویدیځو هېوادو مایوسه شوي دي. دغه ورځپاڼه تېرو کلونو ته اشاره کوي، چې کله د شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل کړی و، ګارډین څرګندوي چې هغه وخت به چې کله د شوروي میګ الوتکو پر افغانستان بمبارد کاوه نو افغانانو به ویل، امریکا او لویدیځ هېوادونه چې ځانونه د بشري حقونو مدافعان ګڼي ولې زموږ مرستې ته نه رادانګي؟

خو نن چې په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو د عسکرو پر حضور کلونه اوړي، افغانان مایوسه دي، افغانان ګوري چې بیا هم بهرني ځواکونه دوی ته تلفات اړوي.

د ګارډین ورځپاڼې په وینا افغانانو ته دا مهمه نه ده، چې بهرني ځواکونه د څه لپاره افغانستان ته راغلې دي، دا ورته اهمیت لري چې بیا هم بې ګناه افغانان وژل کیږي، په پوځي عملیاتو کې ګډوډۍ شته او د بهرنیو له اته کلن موجودیت سره سره بیا هم د اکثر افغانانو ژوند تریخ دی او بدلون په کې نه دی راغلی.

ایروایشیا

په لویدیځ کې خپریدونکې ایروایشیا خپرونې بیا جنګ جګړې شاته پرې ایښې دي خو بیا هم د افغانانو له ستونزو غږیدلې ده، دغې چاپي خپرونې د نري رنځ پر نارغۍ لیکنه کړې ده، چې په افغان میرمنو کې زیاته لیدل کیږي.

د ایروایشیا په وینا په نورې نړۍ کې سل ناروغي په نارینه و کې ډيره وي خو په افغانستان کې ښځې ډیرې په دې نارغۍ اخته شوې دي، د خپرونې په باور د دواو له نشتوالې او وچوبي سره نری رنځ ډېر خپور شوی دی، همداراز په کلیوالو سیمو کې د ژوند ټیټې سطحې له یو شمېر نورو ټولنیزو ستونزو سره لاس یو کړی دی او نری رنځ ورسره ډېر شوی دی.

ایروایشیا د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا خبرداری ورکړی دی، که چېرته د سل ناروغي د مخنوي په برخه کې جدي اقدامات ونه شي نو دغه اخیستونې ناروغي، چې یو مریض یې له لسو تر پنځلسو نور کسان په نري رنځ اخته کولای شي، ډېرې ستونزې به پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG