نیویارک ټایمز:
د جمهور ریيس حامد کرزي د حکومت بد پيل، دا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د وروستۍ ګڼې د يوې تحليلي ليکنې سرليک دى.
د ليکنې په پيل کې راغلي: ولسمشر حامد کرزي د فاسدې او ناسمې ادارې تر اته کلنۍ مشرۍ وروسته، دا دى بيا يې د يوې نوې طرحې او نوي حکومت د تغيير فرصت په اوبو لاهو کړ.
ليکنه زياتوي، په هغه کابينه کې چې تېره اوونۍ اعلان شوه، له يوې خوا کرزي وکړاى شول د خپل رقيب د استازو لږ قناعت او رضايت ترلاسه کړي، له بلې خوا يې هڅه وکړه، واشنګټن او ناټو هم له ځانه خوشحاله کړي، چې سياسي دوستان يې دي او له درغليو په ډکو انتخاباتو کې يې د دۀ برى يقيني کړ.
دغه هېوادونه غواړي د ٢٠١٠م کال تر نيمايي پورې په افغانستان کې يولک او څلوېښت زره عسکر ولري.
ورځپاڼه ليکي، خو دا هغه معيار نه دى، چې وخت او زمان ورته اړتيا لري.
نيويارک ټايمز زياتوي، داسې ښکاري چې ښاغلى کرزى اوس هم نه پوهېږي، د يوه داسې حکومت لپاره، چې خپل باور يې له لاسه ورکړى او د طالب سخت دريځو د جګړو په مقابل کې د مقاومت وس نه لري، د دې ادارې په سياستونو او اشخاصو کې اساسي او عاجلو بدلونونو ته اړتيا ده.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما د روانې مياشتې په پيل کې اعلان کړه، چې افغانستان ته به ٣٠ زره اضافي سرتېري لري، دې کار ثابته کړه چې د افغانستان د باثباته کولو لپاره، د يوه باوري شريک درلودل ضروري دي، چې د ناټو او امريکا پوځيان بالاخره وکړاى شي خپلو کورونو ته ستانه شي.
د ورځپاڼې په باور، د ښاغلي کرزي په څلرويشتو نومول شويو وزيرانو کې، د اسمعيل خان، قسم فهيم او کريم خليلي په څېر جنګسالاران هم شامل دي، چې د بشر له حقوقو په سرغړونې او د عامه شتمنيو په غلاوو تورن دي.
ورځپاڼه وايي، دا هغه څه دي، چې افغانان يې نااميده کړي دي.
نيويارک ټايمز د ليکنې په پاى کې زياتوي، اوباما له کرزي سره له کار پرته، بل انتخاب نه لري. خو دا وظيفه د کرزي د ډلې مسووليت نه کموي، چې هغه د يوه باکفايته او له اداري فساد څخه د پاک حکومت رامنځته کول دي.
يعنې دا چې يوه ورځ به کرزى د خپلې کابينې د برياليتوب او ناکامي مسووليت او ځواب ورکوونکى وي.
کارډین
ګارډين ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې، پرېږده هند، د افغانستان مرسته وکړي.
د دې ورځپاڼې په دې تحليلي ليکنه کې راغلي، په نولسمه پېړۍ کې د هند پوځ دوه ځلې له هندوکش څخه واوښت، هغه هم په دې تمه چې په دې خاوره کې پر بريتانوي مشرانو برى حاصل کړي.
خو يوه پېړۍ وروسته، دا سيمه په پيل کې د روس د تزار او وروسته د شوروي د زبرځواک لپاره د سپر په توګه وکارول شوه.
ورځپاڼه زياتوي، يو کال مخکې هند د افغانستان د پارلمان وداني جوړه کړه، د پارلمان غړو ته يې ځينې روزنيز پروګرامونه پيل کړل.
هند تر يوه مليارد ډالر زياتې پيسې افغان حکومت ته ورکړې او په افغانستان کې يې ډېره پانګونه کړې ده.
په افغانستان کې د هند د څو قونسلګريو فعاليت او د زرو غښتلو عسکرو حضور، چې راپور يې لږ ورکړل شوى، ټول د دوو ډيموکراسيو د اړيکو د ښه کېدو نښې دي.
خو ټول خلک په افغانستان کې د هند له حضور څخه خوشحاله نه دي. پاکستان چې له څه مودې راهيسې يې پر افغانستان د يوې مهمې ستراتيژې سرچينې په توګه تکيه کړې، اندېښنه لري او وايي هند کوښښ کوي پاکستان کمزورى کړي.
خو ورځپاڼه وايي، دا موضوع د هغو تحليل کوونکو ګډوډ نظرونه دي، چې فکر کوي د پاکستان ټولې ناکرارۍ د امريکا، هند، اسرائيلو او افغانستان د مداخلو له کبله زياتې شوي.
حقيقت دا دى چې هند د افغانستان داسې يو ګاونډى هېواد دى، چې واقعاً له دولت جوړونې سره لېوالتيا لري او غواړي په افغانستان کې دننه او تر پولې هاخوا د ټروريزم په وړاندې جدي مبارزه وشي.