د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

فاطمي: په راتلونکیو پنځو کلونو کې به افغانستان د درملو د تولید له پلوه په خپلو پښو ودرېږي


د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست وزير د شنبې په ورځ يوې غونډې ته وويل، چې دوى له متحده اماراتو څخه د دوه ويشتو ميلونو نورو امريكايي ډالرو غوښتنه كړې، چې په كابل او نورو ولايتونو كې ۹۴ نور مركزونه هم جوړ كړي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې متحده امارات په كندهار، كندز، بلخ، جلال اباد، باميان او كابل كې د لوړ كيفيت درملو د توليد فابريكو د جوړولو په برخه كې پانګه اچونه كوي.

د افغانستان د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاكتر سيد محمد امين فاطمي د شنبې په ورځ يوې خبري غونډي ته وويل، چې د درملو د دغو كمپنيو په جوړولو سره به نه يوازي د هېواد اړتياوي پوره شي بلكې ځينو اسيايي هېوادونو ته به هم درمل صادر شي:

"د دې لپاره، چې د ملګري او دوست هېواد متحده عربي اماراتو پانګه د خصوصي سكتور له لارې راجذب كړو، وموغوښتل، چې يو تړون لاسليك كړو، تر څو متحده عربي امارات له موږ سره د باكيفيته درملو په توليد كې مرسته وكړي. او په راتلونكو پنځو كلونو كې زموږ هېواد د درملو د توليد له پلوه په خپلو پښو ودريږي."

دغه تړون د خليج په نوم د يوه شخصي شركت سره لاسليك شوی، په افغانستان كې د درملو د يادو شويو فابريكو د تړون خبره په داسې حال كې كيږي، چې اوس مهال د اړتيا وړ درمل تر ډيره له بهرنيو هېوادونو څخه واريديږي او د دې ترڅنګ دا شكايت هم اورېدلې كيږي، چې تر ډيره واريديدونكې درمل ښه كيفيت نه لري.

خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې د هېواد په پولو كې به داسې لابراتوارونه جوړ كړي، چې د بهرنيو هېوادونو څخه د ناسمو او تاريخ تېرو درملو مخنیوي وكړي.

ښاغلى فاطمي وويل، چې له متحده اماراتو څخه يى يې د ۲۲ ميليونو امريكايي ډالرو د مرستې غوښتنه كړې، چې په هېوا د كې به د روغتيايي ستونزو د هواري لپاره وكارولې شي:

"په هېواد كې ۳۵۰ واړه او لوى مركزونه او روغتونونه دي، چې بايد جوړ شي، له دې ډلې د هېواد په بېلابېلو برخو كې ۹۴ مركزونو ته لګښت نه و، دا لست مو دوى ته وړاندې كړ، د دې لپاره مو ټول شاوخوا ۲۲ مليونو ډالرو ته اړتيا وه، چې دوى ته مو وړانديز وكړ، ښاغلي وزير مسولينو ته هدايت وركړ، چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت دا وړانديز په دقت سره مطالعه كړي او په دې اړه لازم معلومات له افغاني لوري وغوښتل شي تر څو د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره په دې برخه كې مرسته وكړاى شي."

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، د ۷۰ ميليونو ډالرو په پانګه اچونه سره به نه يوازي دا، چې د درملو كموالى پوره كړاى شي بلكې په دې سره به سلګونو كسانو ته د كار زمينه هم برابره شي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، چې سږ كال يې په هېواد كې سلګونه ټنه ناسم او تر وخت تېر شوي درمل له منځه وړي.

په افغانستان كې د درملو د نويو فابريكو د جوړولو لپاره دا هڅې په داسې حال كې كيږي، چې اوس مهال هم په هېواد كې د درملو ځينې كمپنۍ فعاله دي خو نه شي كولاې ورځنۍ اړتياوې پوره كړي.
XS
SM
MD
LG