د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۱

پنجشنبه د ډیسمبر ۲۴مه


فارین پالیسي:

په امریکا کي خپریدونکي فارین پالیسي خپرونې په ورستۍ ګڼې کې د افغانستان د ملي پو ځ د تشکیل په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کې یې لیکي:

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د نومبر د ۲۸ مې نیټې په وینا کې ویلي و، چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ستراتیژۍ بری د افغان امنیتي ځواکونو په پراخیتا او قوت کې دی تر څو دا ځواکونه وکړای شي په خپله د خپل هېواد امنیت وساتي.

خپرونه لیکي، امریکایي چارواکي وایي، چې د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز ته به زیات پام اړوي او هدف به یې یوازې د پوځ د شمېر زیاتول نه وي.

د خپرونې په باور، که څه هم چې دا بدلون ناوخته دی خو د افغانستان د امینتي وضعې د ښه کېدو لپاره هیلې زیاتوي.

فارین پالیسي خپرونه وړاندې لیکي، په تېرو اتو کلونو کې د افغانستان په پولسیو او امنیتي ځواکونو کې د لازم مشرتابه د نه شتوالي له امله له قدرت څخه ناوړه ګټې اخیستنې ته لار هواره شوې او په دې توګه د پښتنو قومونو په زرګونو مشران مجبور شوي، چې د حکومت په مخالفت کې له طالبانو او نورو وسله والو څخه ملاتړ وکړي.

خپرونه د سیاسي څیړونکو له خولې لیکي، د مشرتابه له ښه کولو پرته یوازې د افغان ځواکونو د شمېر زیاتول ستونزې نه شي حل کولاي.

خپرونې په افغانستان کې د امریکا د سفیر دا خبره هم راخیستي چې وایي، له سلو فاسدو پولیسو څخه لس صادق پولیس ښه دي او لس تنه فاسد پولیسان ممکن د یوه بنسټ پالي طالب په اندازه زمونږ بري ته زیان ورسوي.

فارین پالیسي خپرونه لیکي، د افغان امنیتي ځواکونو د پراختیا په کار کې باید متحده ایالات او افغان حکومت د لنډې مودې هدفونه د دې هېواد د اوږدې مودې له هدفونو سره یو ځای کړي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې افغانستان ته د ناټو د عمومي منشي د ژمنو په اړه یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یې راغلي:

د ناتو عمومي منشي رازموسین د سې شنبې په ورځ په کابل کې له جمهور رییس حامد کرزي سره په ګډ خبري کنفرانس کې هڅه وکړه هغه اندیښنې لیري کړي، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د ژر وتلو له وجې له خلکو سره پیدا شوي دي.

ده افغانانو ته ډاډ ورکړ، چي بهرني ځواکونه به مخکې له وخته له افغانستان څخه نه وځي.

نیویارک ټایمز لیکي، د ناتو عمومي منشي افغانانو ته وویل، په دې کې هیڅ شک نه شته، چې نړیوال ځواکونه به ستاسي تر څنګ ولاړ وي او تر هغې به له تاسو سره مرسته کوي، چې تاسې په خپلو پښو ودریږی. ده دا هم وویل، تروریستان به بیا په افغانستان کې ریښې ونه ځغلوي.

نیویارک ټایمز لیکي، د ناټو ژمنې او په افغانستان کې د اروپایي هېوادونو حضور د امریکا لپاره زیات اهمیت لری او د افغانستان جګړې ته مشروعیت ورکوي.
XS
SM
MD
LG