د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۱

چهارشنبه د ډيسمبر۲۳مه


ډیلي ټيلګراف:

په انګلستان کې خپریدونکي ورځپاڼې ډیلي ټیلګراف په وروستۍ ګڼې کې په هلمند کې د هیلو څرک، تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او په لومړېوکرښو کې یي راغلي، په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټینلې مک کریستال خپلو سرتېرو ته امر کړی، چې له پوره حوصلې څخه دي کار اخلي او هڅه دې وکړي، چې د عملیاتو په مهال یې ملکي خلکو، د هغوي کورونو او کروندو ته زیان ونه رسیږي.

ډیلي ټیلګراف لیکي، اصلي پالیسي او کړن لاره داده، چې د ګولۍ او بمونو په ځای دې پېسه د وسلې په توګه استعمال شي.

ورځپاڼه لیکي، د دې خبرې یوه څرګنده نمونه په هلمند کې د سړکونود جوړولو او بیا رغولو کارونه دي.

د دې پروژو په جوړېدو سره له یوې خوا د خلکو په تګ راتګ کې آسانتیاوي رامنځ ته کیږي او له بلې خوا په سېمې کې امریکایي او انګلیسي ځواکونو ته د موادو لیږدول اسانه کیږي.

ډیلي ټیلګراف زیاتوي، د دښمن په وړاندې پالیسۍ کې هم یو څرګند توپیر رامنځ ته شوی. د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په مقصد بهرني ځواکونه ان که د دښمن له خوا پرې برید هم کیږي د ځواب ویلو په کار کې له پوره احتیاط څخه کار اخلي.

د ورځپاڼې په باور، په هلمند ولایت کې د خلکو د زړونو او فکرونو خپلولو لپاره ریښتیني کار پیل شوی تر څو په دې توګه په سېمه کې امنیت ټینګ شي او یو سالم حکومت خلکو ته خدمت وکړي.

ډیلي ټیلګراف په هلمند ولایت کې د یوه انګلیس پوځي له خولې لیکي، دوي زیار باسي خلکو ته داسې امکانات برابر کړي، چې هغوي په خپله وګوري یو سالم حکومت ورته کوم خدمتونه برابرولای شي او دا په خپله د خلکو د زړونو او فکرونو د جلب په کار کې یو سم ګام دی.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې لنډ مهالې کړنلاره، تر سرلیک لاندې یوه تحلیلي مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي لیکي، د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د اکمالاتو د رسولو لپاره د شمال لارې ته ترجیح ورکوي یعني د مرکزي اسیا د جمهوریتونو لار یې غوره کړی ده.

ورځپاڼه لیکي، دا سمه ده، چې د افغانستان د شمال لار د پاکستان د مواصلاتي لارې په نسبت امن ده خو امریکا د دې نوې لارې له امله هم باید، چې تاوان په ځان قبول کړي. په دې معنی، چې متحده ایالات، له لارې څخه د ګټې اخیستنې په مقصد باید د مرکزي اسیا له ځینو مستبدو رژیمونو له مشرانو سره ځان نږدې کړي. له داسې هېوادونو سره، چې د ولسمشرانو د کورنیو غړي یي حکومتونه اداره کوي او په دې هېوادو کې هره مخالفه ډله د افراطیت په تور ټکول کیږي.

واشنګټن پوسټ لیکي، د مرکزي اسیا په هېوادو کې افراطیت یا بنسټ پالنه هم د پرمختګ په حال کې ده او د فرغانې دره د افراطیانو د فعالیت په مرکز بدله شوی ده. دا دره د ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان تر منځ تقسیم شوی ده. که پردې سېمې کې د بنسټ پالو فعالیتونه زیاتیږي نو طبیعي خبره ده، چې دا هېوادونه به له ګواښ سره مخامخ کړي.

ورځپاڼه د تحلیل په ورستیو کرښو کې لیکي، امریکا په دې سېمې کې هم یوې بلې ستراتیژۍ ته اړتیا لري تر څو د دې سېمې د هېوادونوحالات له افغانستان سره عیار کړي او که نه نو، یوازې له ترانزیتي لارې څخه ګټه اخیستنه به د لنډ نظر کړن لاره وي.
XS
SM
MD
LG