د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۱

سې شنبه د ډسمبر 22 مه


لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، د وزیرانو هغه لست، چې ولسمشر کرزي د تېرې شنبې په ورځ ولسي جرګې ته وسپاره د هغو غوښتنو اهمیت څرګندوي، چې ولسمشر کرزي د جمهوری ریاست د دوهمې مشکلې دورې په پيل کې ورسره مخامخ دي.

ورځپاڼه زیاتوي، دغه لست د ولسي جرګې د وکیلانو، چې نویو وزیرانو ته به د اعتماد رایې ورکوي عموما زیاته توجه ځانته نه ده جلب کړې.

ګڼ شمېر وکیلان په دې باور دي، چې د وزیرانو دغه لست څرګندوي، چې سیاسي حمایت او سرپرستي بیا هم یو مهم قوت پاتې دی.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د ولسي جرګې د یوې غړي فوزیې کوفي دا خبره راخیستې، چې وایي، نوی حکومت د یوه کیک مثال لري، چې هرسړی په کې برخه غواړي.

هغه زیاتوي، چې امنیتی او اقتصادي مشکلات او اداري فساد د خلکو او حکومت ترمنځ فاصله ورځ په ورځ زیاتوي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د امریکا د حکومت د یوې ویاندې کایتلین هایډن دا خبر هم راخیسیتې ده، چې وایي، موږ تمه لرو د ولسي جرګې وکیلان خپل مسولیت ادا کړي او داسې کسانو ته د اعتماد رایه ورکړي، چې د اداري اصلاحاتو، امنیت او سوکالي لور ته د افغانستان پرمختګ کې برخه واخلي.

ورځپاڼه لیکي، چې د انرژي په وزارت کې د پخواني قوماندان محمد اسماعیل خان پاته کېدو د بشري حقوقو هغه ډلې، چې دی د بشري حقوقو په پراخو تېرېو تورنوي مایوسه کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې د ښځود حقوقو پلویانوهم ځکه خفګان څرګند کړی، چې د ۲۳ وزیرانو په کابینه کې یواځې یوه ښځه ده، چې هغه هم د ښځو د چارو وزیره ده.

بل خوا په سویس کې د نړېوالو اړیکو او د امنیت شبکې په نامه څیړونکي ډله په خپلې نشریې کې وایي:

نړېوالې ټولنې د پاکستان په طالبانو خلاف د دغه هېواد د پوځ د برید فیصله وستایله.

خونړېواله ټولنه دا حقیقت هم درکوي، چې د پاکستان پوځ د تروریزم ضد پالیسي په هغو خاصو مواردو کې، چې خپله یی زړه وغواړي په کاروي.

د پاکستان اردو یواځې په هغو طالبانو برید کوي، چې د اسلام اباد ضد پالیسي ولري او نورو طالبانو ته څه نه وایي.

نشریه وایي، دغه ډول تګلاره د تروریزم ضد نړېوالو هلوځلو اهداف نه ترسره کوي مګر په یو غیر مستقیم ډول.

سربېره پردې دغه کړن لاره او پالیسي د پاکستان د امنیت په ټینګولو کې هم ځکه پاتې راغلی ده، چې د تروریزم ضد امکانات یې نیمګړې کړي دي.

د نړېوالو اړیکو او د امنیت د شبکې نشریه زیاتوي:

پاکستان، چې د نولسوه نوی کلونو راهیسې په افغاني طالبانو سرمایه ګزاري کړې دوی په کابل کې د هند د نفو‌ذ په مقابل کې خپله یوه وسیله ګڼي.

پاکستان صحني ته د معتدلو طالبانو د بیا راستنیدو لپاره هلې ځلې کړي او د دوی د پاکستاني ملاتړو په کړو وړو یې هم سترګې پټې کړي دي.
د دغې ډول مدارا علت دادی، چې زیاتره پاکستاني طالبان، چې له اسلام سره د مقابلې لیواله نه دي، غواړي د پاکستان له خاورې په استفاده دننه په افغانستان کې بریدونه وکړي.

یواځنی استثنا د مسعود ډله ده، چې له القاعده شبکې سره ټینګی اړیکي لري.
XS
SM
MD
LG