د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۱

ولسې جرګې ته پېژندل شوې نوې کابینه


افغان ولسمشر حامد كرزي د شنبې په ورځ د خپلې كابينې د ډېر شمیر غړو د نومونو لسټ ولسي جرګې ته واستوه .په دې لیسټ كې د بهرنيو چارو، د كډوالو او راستنيدونكې چارو او همداراز د ښاري پراختيا د وزارت د کاندیدانو نومونه نه دي شامل ، له دې پرته د نورو ټولو وزارتونو لپاره کاندیدان معرفي شوې دي.

د افغانستان ولسي جرګې ته د استول شويو وزيرانو د نومونو لسټ په لاندې ډول دي:

۱- د افغانستان د دفاع وزارت نوماند جنرال عبدالرحيم وردك
۲- د كورنيو چارو د وزارت نوماند محمد حنيف اتمر
۳- د ماليى وزارت نوماند حضرت عمر زاخيلوال
۴- د عدليى وزارت نوماند محمد سرور دانش
۵- د پوهنې وزارت نوماند غلام فاروق وردك
۶- د لوړو زده كړو وزارت نوماند عبيداله عبيد
۷- د حج او اوقافو وزارت نوماند عنايت اله بليغ
۸- د اوبو او برښنا وزارت نوماند محمد اسمعيل خان
۹- د فوايد عامې وزارت نوماند ميرزا حسين عبدالهي
۱۰- د اطلاعاتو او كلتور وزارت نوماند سيد مخدوم رهين
۱۱- د عامې روغتيا وزارت نوماند ډاكټې سيد محمد امين فاطمي
۱۲- د كرنې او مالدارۍ وزارت نوماند محمد اصف رحيمي
۱۳- د اقتصاد وزارت نوماند ډاكټر انوارالحق احدې
۱۴- د كانونو وزارت نوماند وحيداله شهراني
۱۵- د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت نوماند انجنير اميرزى سنګين
۱۶- د سوداګرۍ او صنايعو وزارت نوماند غلام محمد ييلاقي
۱۷- د كليو د ودانولو او پراختيا وزارت نوماند ويس احمد برمك
۱۸- د كار او ټولنيزو چارو وزارت نوماند محمد اسمعيل منشي
۱۹- د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نوماند محمد اله بتاش
۲۰- د ښځو د چارو وزارت نومانده ميرمن حسن بانو غضنفر
۲۱- د كډوالو او راستنيدونكو چارو وزارت نوماند عنايت اله نظري
۲۲- د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت نوماند پير سيد حامد ګيلاني
۲۳- د نشه يي توكو په خلاف د مبارزې وزارت نوماند جنرال خداى داد

د افغان ولسمشر حامد كرزي د وياند وحيد عمر د معلوماتو له مخې د كابينې پاتې وزيران به هم ډير ژر ولسي جرګې ته وروپيژندلې شي.
XS
SM
MD
LG