د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۰

پنجشنبه د لړم ۷ مه


په کابل کې د ملګرو ملتونو میلمستون
په کابل کې د ملګرو ملتونو میلمستون
ويسا:

ويسا ورځپاڼې په كابل او د پاكستان په پيښور ښار كې د تېرې ورځې خونړيو حملو ته په اشاره ليكلي، چې په كابل او پېښور كې افغانان سره يو دي، خو تروريستانو تل هڅه كړې، چې خپل هدف ته د رسيدو لپاره ويني تويي كړي.

ورځپاڼې په بل مطلب كې په افغانستان كې د جمهوري رياست د انتخاباتو دوهم دورته د تياريو په هكله ليكلي، چې د انتخاباتو جوړېدل له اوسني كړكېچ څخه د وتلو يوازينۍ لار ده.

ورځپاڼې پر هغه پلان هم تبصره كړې، چې د هغې له مخې به هغو طالبانو ته چې له جګړې لاس په سر شي د ا مريكې له خوا تنخوا وركړل شي.

هېواد:

هيواد دولتي ورځپاڼې د دې ګڼې په سرمقاله كې پر كابل ښار پرونيو حملو ته پام اړولی او ليكلي، چې د انتخاباتو په درشل كې دغه حملې د دغې ملي بهير د ګډو وډولو په نيت كيږي.

هېواد جمهور ريیس كرزي ته د فرانسې د جمهور ريیس د استول شوي ليك متن خپور كړی، چې په كې پر ولسواكۍ او له افغانستان سره د فرانسې پر مرستو ټينګار شوی.

۸صبح:

۸ صبح ورځپاڼې په كابل كې د تيرې ورځې پر حملو تبصره كړى او په خپل لومړي مخ كې يې د ملګرو ملتونو لپاره په كابل كې توره ورځ تر سرليك لاندې د حملو له صحنو عكسونه هم خپاره كړي.

په دريم مخ كې يې د (د مخلافینو حملې ټاکنو ته یو ګواښ دی) تر سرليك لاندې مطلب كې، يو غټ عكس خپور كړی، چې ښيي يو پوليس له وسلې سره په شا يو بهرنۍ ټپي شوی كس د پيښې له سيمي انتقالوي.

د ۸ صبح ورځپاڼې سر مقاله دې مطلب ته ځانګړې شوې، چې طالبانو د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره تياري اعلان كړه.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بيا په كابل كې د تيرې ورځې د خونړيو حملو په اړه يو اوږد راپور كې د پيښو له تلفاتو ارقام خپاره كړي.

ورځپاڼې په دا راز بل مطلب كې د انتخاباتو د دوهم دور پر جوړېدو په تبصرې سره ليكلي د دوهم دور منل كيدل او هغې ته ورتلل، د هيواد د اوسني وضعيت په اړه يو واقعي اعتراف دی.

ملي ارمان ورځپاڼې په بل مطلب كې پر راتلونكي ژمي او د هغې پر ستونزو تبصره كړې او ليكلي، چې بايد د خلكو د انديښنو لپاره جدي تدابير ونيول شي.

انیس او اصلاح:

انيس او اصلاح دولتي ورځپاڼو هم د يو لړ مطالبو په خپرولو سره د انتخاباتو د دوهم دور پر جوړېدو ټينګار كړی دی.

د انيس ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې په كابل كې د تيرې ورځې وسلوالو حملو ته په اشاره ليكلي، چې د انتخاباتو په درشل كې د كابل امنيت ډير با ارزښته دی.

خو اصلاح د هغې نوې لايحې په اړه تبصره كړى، چې د امريكي متحده ايالاتو جوړه كړى او له مخې يې هغو كسانو ته، چې وسله پر ځمكه ږدي پيسي وركول كيږي. ورځپانې ليكلي چې دغه پروګرام سوله راوستی شي.

راه نجات:

د راۀ نجات ورځپاڼې بيا په يوه مطلب كې د انتخاباتو پر دوهم دور په تبصرې سره د ملي دفاع د وزارت له چارواكو څخه په نكل ليكلي، چې د انتخاباتو دوهم دور به په ښه امنيتي وضعيت كې تر سره شي.

ورځپانې په بل مطلب كې په افغانستان كې د جګړې په اړه له يوې امريكايي ورځپاڼې څخه په نكل ليكلي، چې په افغانستان كې د امريكې جګړه بې له برياليتوب څخه يوه جګړه ده او دغه جګړه به دوام وكړي.
XS
SM
MD
LG