د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۰

په افغانستان کې د امریکا د پراختیايي ادارې مشر وايي افغانانو ته د کار فرصتونه برابروو


په افغانستان کې د امریکا د نړوېوالې پراختیايي ادارې مشر ویلیم فري د ازادې راډیو د خبریال پوښتنې ځوابوي.
په افغانستان کې د امریکا د نړوېوالې پراختیايي ادارې مشر ویلیم فري د ازادې راډیو د خبریال پوښتنې ځوابوي.

د امريكا د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې ریيس ښاغلى ويليم فرې وایي چې په هېواد کې بد امنۍ، اداري فساد او په خاصه توګه د انتخاباتو د نتایجو د اعلانولو ځنډ دوی هم له ستونزو سره مخ کړي دي. له نوموړي سره د ازادۍ راډیو خبریال مرکه کړې ده.:

پوښتنه: په افغانستان كې د يو، اس، ایډ يا د امريكا د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې ریيس ښاغلى ويليم فرې! له تاسو نه مننه چې ازادي راډيو ته مو د مركې وخت وركړ.

په لومړي سر كې كيداى شي، چې له ۲۰۰۱ كال راهيسې په افغانستان كې د يو، اس، ايډ د مهمو لاسته راوړنو په اړه معلومات راكړئ؟

ځواب: ډېره ښه، موږ په ځينو سكتورونو كې په فعاليت بوخت يو، زموږ د پام وړ لاسته راوړنو په پام كې نيولو سره، يو، اس، ايډ د افغانستان د حلقوي سړك په جوړېدو كې لومړنۍ مرسته كوونكې اداره وه او د دې سرك كار نږدې پنځه اتيا فيصده پاى ته رسيدلى، دا د افغانستان په اقتصادي ودې او پرمختګ كې يو عمده ګام بللى كيږي.

موږ د روغتيا او پوهنې په برخه كې هم ډير فعاليت كړى. همدا اوس په افغانستان كې له شپږو مليونو نه ډېر زده كوونكي په ښوونځيو كې درس وايي، په داسې حال كې چې د طالبانو په وخت كې يوازې درې لكه زده كووونكي ښوونځيو ته تلل، دا يوه د پام وړ وده ده.

موږ د انرژۍ په سكتور كې هم ډېر فعاله پاتې شوي يو او د انرژۍ سترې پروژې مو تطبيق كړي دي، چې په دې سره په مليونونو خلك چې پخوا يې بريښنا نه درلودله، له بريښنا څخه برخمن شوي دي.

د امريكا نړيوالې پراختيايي اداره همداراز د حكومتدارۍ او ډيموكراسۍ په برخه كې هم په محلي كچه فعال كار كړى دى.

د عدالت، په ستره محكمه او محاكمو كې د روزنيزو پروګرامونو د اجرا په برخو كې هم فعاليت كوو.

پوښتنه: مننه، تاسو په افغانستان كې د يو، اس، ايډ د پروژو په اړه خبرې وكړې، په خپل كار كې ډېر لومړيتوب څه ته وركوئ؟

ځواب: زموږ اول كاري لومړيتوب افغانان دي، په دې معنى چې موږ خپل پروګرامونه افغان شموله كوو، د خريدارۍ فرصتونه افغان شركتونو ته برابروو، افغانان ګومارو چې زموږ د پروګرامونو په پلي كولو كې برخه واخلي.

غواړو چې افغانان زموږ د پروګرامونو په ډيزاين او پلي كولو كې رهبري كوونكى رول ولري.

د مثال په توګه، په اوس وخت كې موږ د زيربنايي پروژو په برخه كې له ۲۶ زرو نه د ډېرو افغانانو په ګمارلو بوخت يو، چې دا يوه لويه لاسته راوړنه ده.

دويم دا چې موږ د افغانستان له وجهي صندوق سره خپلې همكارۍ ډيروو. دريم دا چې موږ د دې هېواد په كرنې تمركز كوو، په اوس وخت كې موږ له كرنې سره خپله مالي مرسته لا ډېروو او دا بدلون د جنوب او ختيز لپاره دى.

موږ په ټول هېواد كې كار كوو، خو د راتلونكي كال تر پايه به د يو، اس، ايډ څلويښت فيصده منابع د جنوب او ختيز لپاره وي.

پوشتنه: كيداى شي ووايئ چې د دغو پروګرامونو لپاره مو څومره پيسې بيلې كړي دي؟

ځواب: ډېر ښه، د ۲۰۰۹ كال لپاره د يو، اس، ايډ بوديجه نږدې دوه مليارډه ډالره ده او موږ د ۲۰۱۰ كال لپاره د لا ډېرو منابعو غوښتنه كړې ده، كه څه هم زموږ د دې وړانديز په اړه تراوسه پورې كانګرس پرېكړه نه ده كړې.

موږ د راتلونكو دريو كلونو لپاره د كرنيزو پروژو د پرمخ بيولو په هدف د يوه ميليارډ ډالرو پلان وړانديز كوو او موږ په راتلونكي كال او درې نورو كلونو كې د كرنې په برخه كې په خپلو منابعو كې اساسي ډيروالی ته سترګې پر لار يو.

پوښتنه: څه فكر كوئ، چې دا كرنيز پروګرامونه به په افغانستان كې د ترياكو د توليد او په عمومي صورت د مخدره موادو د توليد په كمېدو مستقيم تاثير ولري؟

ځواب: هو، يقيناً زه هيله من يم او فكر كوم، چې بزګرو ته د بديل په برابرولو سره چې باارزښته محصولات لكه انګور، انار، د ميوو ونې، غنم او نور توليد كړي، په حقيقت كې د كرنيز سكتور له لارې د اقتصادي ودې د پرمختيا تګلاره هڅوو.

پوښتنه: تاسو وويل، چې يو، اس، ايډ د جنوب او ختيځ لپاره نوې كرنيزې پروژې په پام كې لري، خو د شمال او لويديځ لپاره څه تصميم لرئ؟

ځواب: ډېر ښه، كه موږ په افغانستان كې د پراختيايي مرستو لپاره ډېره بوديجه ترلاسه كړو، سره له دې، چې موږ اوس په شمال او لوديديځ كې كار كوو، هيله من يم چې د يو، اس، ايډ د بوديجې په زياتوالي سره په شمال او لويديځ كې د كرنې په برخه كې لا ډير فعاليت وكړو.

موږ د افغانستان په دې دوو مهمو سيمو كې خپل فعاليتونه نه دروو، خو زموږ په منابعو كې بدلون او په جنوب او ختيځ كې د شورش پر ضد د مبارزه ملاتړ ته په پام سره، موږ به ضرور دا هيله ولرو، چې زموږ منابع دې په دې هېواد كې د شورش پر ضد د مبارزې يوه مهمه برخه وګرځي.

دا كارونه به په جنوب او ختيځ كې ترسره شي خو موږ به په شمال او لويديځ كې هم خپل ملاتړ او خدمتونو ته ادامه وركړو.

پوښتنه: اجازه راكړه چې د يوې بلې موضو په اړه وپوښتم. په اوس وخت كې يو، اس، ايډ له كومو مهمو چلنجونو سره مخ ده؟

ځواب: اوس په حقيقت كې لومړنى چلنج دا دی، چې د نوي جمهور ریيس په توګه به دغه هېواد څوك رهبري كوي. زه هيله لرم چې دا پرېكړه ډير ژر وشي نه داچې ځنډ په كې راشي.

كله چې نوى جمهور ریيس اعلان شي او هغه خپله كابينه جوړه كړي، فكر كوم موږ به وتوانيږو چې په افغانستان كې د خپل پروګرام اهداف نور هم تشريح كړو.

پوښتنه: تاسو ولې دا د يو، اس، ايډ لپاره يو ستر چلنج بولئ؟

ځواب: ځكه چې د افغانستان حكومت زموږ ملګرى دى او موږ انتخاب شوي رهبر او د انتخاب شويو رهبرانو كابينې ته اړتيا لرو، تر څو كار ورسره وكړو او په سمه توګه وكولاى شو، چې خپل پروګرامونه پرمخ بوځو.

پوښتنه: ستاسو هدف دادى، چې د افغانستان د انتخاباتو د نتاييجو د اعلان ځنډيدل په دغه هېواد كې د يو، اس، ايډ په پروژو اغيز كړى دى؟

ځواب: هو، همداسې ده، ځكه چې موږ د كرنې وزارت، ماليې، سوداګرۍ، د كليو پراختيا او اقتصاد وزارتونو سره له نږدې كار كوو.

دوى زموږ مهم مشتركين دي، چې له افغانستان سره زموږ د مرستې پروګرامونه عملي كوي.. زموږ دا ملګري اوس په يوه نامعلوم حالت كې دي.

دا زموږ پر پروګرامونو سخت تاثير كوي، ځكه چې موږ خپل پروګرامونه پر مخ نشو وړلاى. دا زموږ او تر موږه زيات افغانانانو ته ډير مهم دى.

پوښتنه: مننه، تاسو يوه چلنج ته اشاره وكړه، نور مهم چلنجونه كوم دي، چې تاسو په افغانستان كې ورسره مخ يئ؟

ځواب: حكومتداري او امنيت. زه فكر كوم، افغانان يوه باامنه چاپيريال ته اړتيا لري، چې ژوند په كې وكړي، كار په كې وكړي، خپلې كورنۍ ته په كې كار وكړي.

امنيت زموږ لپاره ډېر مهم دى، دا زموږ د پروګرامونو د پرمخ بولو لپاره ډېر مهم دى. حكومتداري په دې هېواد كې دويم ستر چلنج دى.

اداري فساد يوه داسې مساله ده، چې دا حكومت ورسره مخ دى. كه وګورو، نړيواله ټولنه اوس دې ته ډېره ځيره ده، چې په افغانستان كې به نوې رهبري له دې مسـالې سره څه كوي. دا زموږ په كارونو ډېر تاثير كوي.

پوښتنه: هوكې، كه چېر ناامنيو ادامه پيدا كړه نو ستاسو په راتلونكو پلانونو به څه تاثير وكړي؟

ځواب: هو، كه چيرې امنيتي وضعيت له اوس نه نور هم خراب شي، موږ به د خپلو پروګرامونو په عملي كولو كې لا ډيرې ستونزې ولرو.

زموږ پروژې پر افغانانو او د هغوى په امنيت باندې ډاډه (تكيه) دي. موږ د خپلو پروګرامونو د تطبيق لپاره په زروګونو افغانان ګمارو.

تاسو په يوه ناامنه سيمه كې سړك نه شى جوړولاى، تاسو په يوه ناامنه سيمه كې د كرنې او اوبولګولو يوه ستره پروژه نه شى عملي كولاى، له همدې امله امنيت زموږ پر كار ډېر تاثير لري.

پوښتنه: ځينې خلك په دې باور دي، چې افغانستان خپلې اقتصادي زيربناوې په جګړو كې له لاسه وكړي، خو يو، اس، ايډ له لنډ مهالو پروژو سره مرسته كوي. ايا دا به ښه نه وي، چې تاسو اوږدمهالې زيربنايي پروژې تطبيق كړى؟

ځواب: زه له دې خبرې سره موافق نه يم ځكه، چې زموږ ټول پروګرامونه د اوږدمهالې خود كفايۍ لپاره دي. موږ ريښتيا چې وړې پروژې هم يو د بل پسې پلې كوو.

خو اوږدمهالى او دوامداره پرمختګ په ټولو برخو كې، چې موږ په كې كار كوو، لكه اقتصادي وده، روغتيا، پوهنه، كرنه او زيربنايي پرمختګ كې يو مهم جز دى.

زموږ پروژې اوږدمهالې دي او موږ په دې هيله يو، چې په دې هېواد كې به د اوږدې مودې لپاره و اوسو.
XS
SM
MD
LG