د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

په تېرو اوو کلونو کې پاسپورټونه او تذکرې جوړې نه شوې ، عامر


د کرزي د واکمنۍ کلونه ووتل خو لا هم د افغانستان اتباع تذکري نه لرې که څوک تذکره اخیستل وغواړي یو فوټو کاپي شوې پاڼه ورکوي چې هر سړی یې له ځانه هم جوړولی شي،او ډېرو له ځانه جوړې کړي. تر اوسه هم د افغانستان خلک قانوني تذکرې نه لري ، زه نه پوهېږم چې دا د احصايي ریاست دا ډالر په څه مصروفوي او د کورنیو چارو وزارت پرې څه کوي؟؟؟

له هېواده بهر چې لاړ شو اول خو د افغانستان پاسپورټ لرل هسې هم یو لوی جنجال دی بیا دا اوسني پاسپورټونه چې د کورنیو چارو د وزارت د پاسپورټ ریاست مامورینو په کې خپل بدرنګ بدرنګ مرزايي خطونه راکاږولي وي، په هېڅ ځای کې پرې څوک نه پوهېږي، نه په کې نوم سم لیکلی وي ، نه د تولد نېټه نه د پاسپورټ موده او نه د پاسپورټ شمېره .

زه نه پوهېږم چې زموږ چارواکي خو بهر ډېر چکرې وهي ایا دوی په دې یو ویشتمه پېړۍ په قلم لېکل شوي دې ګډو وډو پاسپورټونو باندې نه شرمېږي، ایا د کرزي حکومت ، د کورنیو چارو ، او نور مربوط وزارتونه نه شي کولای نوي او په ښه صخافت پاسپورټونه چاپ کړي .

که دا کار یې د دانش خپرندویه ټولنې مشر اسد دانش ته هم سپارلی وی اوس به مو نوې په زړه پورې او په نړېوالو اصولو سره سم پاسپورټونه او تذکرې لرلې .

نه پوهېږم چې دا د کرزي او دده وزیران ولې نه شرمېږي او ولې هسې وخت ضایع کوي . او په دومره امکاناتو ولې یو وړ کار نه شي کولای .
ویل کېږي چې د ۲۰۱۰ کال وروسته نړې کې نور په قلم لېکل شوې پاسپورټونه څوک نه مني.
او افغان چارواکي کرار ناست دي سپیرکۍ دموي.
هېله ده زما لیک په راډیو او ویب کې خپور کړي ګوندې د چارواکو په زړه د مهربانۍ اوبه تلې شي او پر دې موضوع غور وکړي .

عامر خان له لندن څخه
XS
SM
MD
LG