د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

دا دی زموږ ولسمشر او دا یې حکمونه – صابر


افغان ولسمشر امنیتي چارواکو ته دنده سپالې وه چې د اختطافونو پر زیاتېدو دې غور وکړي، او چارواکو هم په دې اړه یو جدي اقدام ترسره کړ هغه دا چې د کابل د څلورمې امنیتي حوزې مخې ته یو ملي پانګوال په رڼا ورځ له خپلو دوو ساتونکیو سره ووژل شو، خو امنیتي پولیسو هېڅ ونه کړه ، هلته یو خبریال هم موجود وو چې پېښه یې په مکمل ډول په ویډویو کې ثبت کړې وه ، امنیتي چارواکو هغه خبریال ونېوه، لوازم او کمره یې ترې واخیستل او اخیستل شوی فلم یې پاک کړ.

دا دی زموږ ولسمشر او دا یې دي حکمونه چې څومره زر او څومره ښه عملي کېږي، اوس نو ملاعمر که کرزي سره لاس یو کړي ایا مارشال فهیم به ددې کار اجازه کرزي ته ورکړي!!!؟

صابر
XS
SM
MD
LG