د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

ملا عمر دې له کرزي سره لاس ورکړي، لکڼوال


ما د ملا عمر وروستی پیغام واوریده ، دده او طالبانو له کړنو خو داسې ښکاري چې دامریکا او پاکستان اصلي نوکران همدوی دي، ځکه همدې طالبانو امریکایانو ته پلمه ورکړې چې په افغانستان کې پاتې شي او کلي کورونه بمبار کړي.

ملا عمر که په رېښتیا افغانستان جوړول غواړي نو ښونځي دې نه سوزوي پښتانه مشران او لوستې کسان دې د جاسوس په تور نه وژني ، کرزي سره دې یوځای شي او بهرنیا ن له هېواد ځواب کړي.

لکڼوال له لغمان ولایت څخه
XS
SM
MD
LG