د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

بشري: باید د ټولو امنیتي کمپنیو اسناد قانوني شي


زمری بشري وايي، چې د شتو امنيتي كمپنيو فعاليتونه په جدي توګه څاري او د دوی د قانوني كولو هدف هم دا دی، چې دوى تر كنټرول لاندې وساتل شي.
زمری بشري وايي، چې د شتو امنيتي كمپنيو فعاليتونه په جدي توګه څاري او د دوی د قانوني كولو هدف هم دا دی، چې دوى تر كنټرول لاندې وساتل شي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د خصوصي امنيتي كمپنيو د فعاليتونو قانوني كول به د دې زمينه برابره كړي، چې د دوی كړه وړه په بشپړ ډول تر كنټرول لاندې راشي.

په افغانستان كې اوس مهال له شپيتو نه زياتې خصوصي امنيتي كمپنۍ فعاليت كوي، چې د كورنيو چارو د وزارت په وينا تراوسه پورې له درې دېرشو نه زياتو كمپنيو ته د فعاليت نوې جوازونه وركړای شوي دي.

د دغه وزارت وياند زمري بشري د پنجشنبې په ورځ په كابل كې په يوه خبري غونډه كې وويل، چې د خصوصي امنيتي كمپنيو د فعاليتونو قانوني كولو بهير په چټكۍ سره روان دی او اوس مهال پر پنځلسو امنيتي كمپنيو كار روان دي.

"په نورو پنځلسو كمپنيو هم كار روان دې څو اسناد يې قانونمند شي او يا هم منحل شي، د هغو كمپنيو اسناد، چې قانونمند كيږي د كورنيو چارو وزارت كولی شي د هغوى د كسانو، وسلو، فعاليت او د كاري حدودو په اړه هم ولس ته دقيق معلومات وركړي او هم د كورنيو چارو وزارت د دوى د فعاليتونو په اړه د حساب كتاب په برخه كې ښه كنټرول لرلې شي."

په افغانستان كې د خصوصي امنيتي كمپنيو د بيا راجسټر او د هغوى د فعاليتونو د كنټرول لپاره دا هڅې وروسته له هغې پيل شوې، چې د دغو كمپنيو د فعاليتونو په اړه شكايتونو زور واخست.

هم امنيتي چارواكو او هم عامو خلكو له دغو كمپنيو سره تړلي كسان په وسلوالو غلاو، تښتونو او وژنو كې ښكيل وبلل.

خو د دغو كمپنيو چارواكو تل دا ادعاوې ناسمې بللي او ويلي یې دي، چې د وركړل شوې تګلارې له مخې فعاليت كوي.

خو كتونكي بيا د خصوصي امنيتي كمپنيو د فعاليت په اړه شتو شكايتونو ته په پام سره د دوی موجوديت د امنيت لپاره يو ګواښ بولي او وايي، چې دوی نه يوازې د عامه نظم په ګډوډولو كې ښكيل دي، بلكه د وسلو په سوداګرۍ كې هم لاس لري.

د هېواد د امنيتي چارو كارپوه جنرال امراله امان هم ورته نظر لري، دی كه څه هم د كورنيو چارو د وزارت دا اقدام ناوخته بولي خو وايي، كه چيرې د دغو امنيتي كمپنيو شتون ضروري وي نو دوى دې د كورنيو چارو د وزارت تر پوښښ لاندې راوستلې شي:

"بهترینه خبره دا ده چې دا امنیتي کمپنۍ له کورنیو چارو وزارت سره ثبت او راجستر شي. دوی ته واحد یونفورم ورکړي، دوی واحد ادارې پورې مربوط شي، دوی تربیه شي، دوی حاضري تر خپل کنترول لاندې ونیسي. په دې صورت کې د ځینو ستونزو مخه ونیول شي."

د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د شتو امنيتي كمپنيو فعاليتونه په جدي توګه څاري او د دوی د قانوني كولو هدف هم دا دی، چې دوى تر كنټرول لاندې وساتلی شي.

خو په افغانستان كې عمومي افكار د دې كمپنيو د فعاليت په خلاف دي او وايي، چې ښه دا وي، چې داسې كمپنيو ته د فعاليت د جواز د وركولو پر ځاى، چې د ډيرو په وينا په راتلونكې كې يو سر خوږى جوړيدلی شي د پوليسو ځواك زيات او پياوړې شي.
XS
SM
MD
LG