د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

ترکمنستان ته د ولسمشرچاویزسفر


د وینزویلا اوترکمنستان ولسمشران
د وینزویلا اوترکمنستان ولسمشران
د ترکمنستان له ولسمشر او لوړ رتبه مقاماتو سره به د هغه د خبرو په اجندا کې په د ګازو د لویو صنایعو د یو نړیوال کارتل یا اتحادیې د رامنځ ته کولو په ګډون د انرژۍ اړوند مسایل شامل وي .

د ترکمنستان ولسمشر قربان بیردي ب محمد اوف د شنبې په ورځ د خپل هیواد دولتي تلویزیون ته د چاویز تر سفر لا دمخه ویلی وو چې د چاویز سفر به په اوږد مهال کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه اساس وي . خو ده په ځانګړې توګه ونه ویل چې په کومو برخو کې به همکارې وشي . خو چاویز د غازو د نړیوالې اتحاديې ملاتړ کوی چې په دې اړه روسیی ، هند ، ایران او قطر لا دمخه بحث کړي .

تر کمنستان به د منځنې اسیا د ګازو د لوي تولیدونکې هیواد په توګه د اپیک په شان د طبیعي غازو د کارتیل یا اتحادیې غړی وي .

جاویز ایران ته له دوه ورځنی سفر وروسته عشق اباد ته ورسید .
په ایران کې د شنبې په ورځ له چاویز سره د کتنې په مهال د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد وویل ، دده هیواد او وینزویلا یو ګډ دښمن لری چې له امله یې ددوی اړیکې سره نیژدی او له اهمیته ډکې شوی دی ،خو چاویز تر احمدی نژاد په واضحه توګه وویل چې ددوی ګډ دښمن دده په وینا امریکا ا ود هغې نوکران دی .چاویز د ایران د اتمې پروګرام څخه د فاع وکړه او ویی ویل تهران به له دې پرګرامه لاس وانخلی او ترهغه به هڅې کوي چې د سوله ایزو هیوادونو د پاره اتمې انرژی تر لاسه کړي .

چاویز په خپل دغه سفر کې یې د لیبا ، الجزایر او سوریی څخه هم کتنه وکړه ، هڅه کوې چې د خپل ګاونډې کولمبیا هغه پلانونه افشا او شنډ کړي چې امریکايي ځواکونو ته یې په خپله خاوره کې د هډې د جوړولو اجازه ورکړیده .

احمدي نژاد هم پخوا تر دې په ګاونډی افغاسنتان او عراق کې د امریکایی ځواکونو د شتوالی او په مرکزي اسیا کې د امریکا د پوځې هډو په هکله ورته څرګندونې کړي وي . دغه دواړه جمهور ریسان د خپلو هیوادونو په دننه کې د خلکو د لوی مخالفت سره مخامخ دي .

د وینزویلا مخالفه ډله چې د دیموکراتیک الترنتیف په نامه یادیږدی د کاراکاس پر سړکونو یی مظاهري وکړی . د جاویز ضد مظاهره کونکې رابرت مارتینز دخپلی ډلی دمظاهری علت داسی بیان کړ .

په وینزویلا کې ټولې موسسې د فاشیست رژیم په واسطه برامته شوی دی . په وینزویلا کې هر څه منع شوی او د بیان ازادې نشته .

احمدې نژاد هم د جون په میاشت کې د انتخاباتو په مهال له ستونزو سره مخامخ شو . په سړکونو کې مظاهرې وشوی . خلکو له هغه وغوښتل چې له جمهوري ریاسته لاس واخلي او د هغه سیستم په وړاندي یې مظاهرې وکړې چې دلوې مذهبې مشر ایت اله علي خامنه یی له خوایې مشري کیږی .

خو فکر نه کیږی چې چاویز به په ترکمنستان کې د امریکا پرضد د خپلې مبارزې لپاره ملاتړ تر لاسه کړی ،ځکه تر کمنستان د روسیې سره مخالفت لری او په اوس وخت کې نشي امریکا هم له ځانه خفه کړي .
خو چاویز به ممکن د امریکا پرضد پالیسۍ کې د روسی او بلاروس د سفرونو په لړ کې ښه ملاتړ تر لاسه کړای شي .
XS
SM
MD
LG