د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

کاپډا د بیوزلو ښځولپاره د لاسي صنایعود ودې یومرکز پرانیست


د ښځو د لاسي صنايعو دودې او پراختيا د مركز يوه څنډه
د ښځو د لاسي صنايعو دودې او پراختيا د مركز يوه څنډه

د "كاپډا" يا د افغانستان د سولې او ترقۍ د همكارى موسسى، مسولينو وويل، دا لومړى ځل دی چې، په دې هېواد كې يې د بيوزلوښځودلاسي صنايعو دودې او پراختيا يو مركز پرانيست.

دوى وويل په دې موسسه كى به هغه ښځې راټولې كړي چې، بېوزلي، ماشومان ورتر غاړې وي او لاسي صنايعو سره هم څه ناڅه مينه ولري.

د كاپډا د موسسې ریس محمد انورغرجي د پنجشنبي په ورځ د موسسى د پرانيستلو پرمهال د ازادۍ راډيوته وويل چې، دوی هڅه كوي چې د دى ښځو لاسي صنايعو ته په هېواد كې دننه او بهر، ماركيټونه ومومي، ده وويل:

"هغه ښځې چې كونډې دي اود كورخرڅ ورپه غاړه دى، موږ ورته استادان ګمارلي دي چې، دوې ته د ګلدوزۍ، خياطۍ او د فوټبال د پنډوسكو د ګنډلو مهارتونه ور زده كړي.

همدارنګه هڅه كوو، د دوی توليدات ښه پروسس او ماركېټ ورته پيدا كړو اود دوى د توليداتو عايد د دوى خپل دى."

اوس مهال په دې موسسه كې څه باندې سل بېوزلي ښځې جذب شوي دي او پلان لري چې په راتلونكي كې دا شمېره نوره هم زياته كړي.

يوه مېرمن"زهرا" چې په موسسه كې دلاسي صنايعوپه توليد بوخته، او ماشوم يې هم د موسسې په وړكتون كې پالل كيږي، وايي، چې دا يو نېك كار دى او هيله ده چې نورې موسسې هم دهېواد له بېوزلو ښځو سره ورته مرستى وكړي. دې وويل:

د ماشومانو وړکتون


"ماشومان مې هم د دې موسسى په وړكتون كې دي. له خپلوماشومان سره يوځای دلته راغلم چې مرسته راسره وشي، اوس خوشحاله يم چې هم كار كوم او هم مې ماشومان په كې ساتل كېږي او پالل كيږي."

دې ښځو په لږه موده كې يوه اندازه لاسي صنايع برابرې كړي او ننداري ته يې هم وړاندې كړي وو.

د كاراوټولينزو چارو د وزارت مرستيال واصل نور مهمند وويل، په هېواد كې دا دوه نوي يم خصوصي وړكتون دی چې پرانيستل كيږي او خلكوته يې يوه اندازه اسانتياوې برابرې كړي.

سره له دې چې په هېواد كې د ښځو لپاره د دولت او بهرنېوموسسو له خوا د كارموندلو هڅې كېږي خو د دې هېواد ګڼ شمېر ښځې وايي چې، دوی د مناسبو كارونو د نه موندلو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG