په دې لړ کې سنډی ټایمز لیکي چې ترانتخاباتو یوه ورځ وروسته جمهورریس کرزي له ریچارډ هولبروک سره د ماخوستن ډوډۍ یوځای خوړه اود دواړوترمنځ بحث تردې حده جدي شوچې جمهورریس کرزي خپله قرقلي خولۍ له سره ایسته کړه او پر میز یې ووهله.
دکابل ښاریو سوداګر سنډی ټایمز ته ویلي: دیوه افغان لپاره له سره د خولۍ ایستل کول داسې معنې لري لکه ځان چې مقابلې ته چمتو کوي.
سنډې ټایمز لیکي: دجمهور ریس حامدکرزي اوریچاردهولبروک ترمنځ دا ډول جدي بحث ښيي چې د امریکا او افغانستان تر منځ اړیکې د طالبانو تر سقوط را وروسته سړې شوې دي .
د امریکا د پخواني جمهور ریس په وخت کې جمهور ریس حامد کرزی تل له جمهور ریس بوش سره دویډیو کنفرانسونو له لارې خبرې کولې خود جمهور ریس اوباما ادارې له ښاغلی کرزی خپل ناراضیتوب په ډاګه کړی دی .
د بارک اوباما اداره پر جمهور ریس حامد کرزي د ده د ضعیفې ادارې اوپه حکومت کې د موجود اداري فسادپه خاطر انتقادکوي.
ددې منبع په حواله ، کله چې د جمهور ریس کرزي او ریچارډ هولبروک ترمنځ داشخړه وشوه د ښاغلی کرزي مطبوعاتي ټیم په انتخاباتو کې د بریاليتوب ادعا وکړه .
دا په داسې حال کې وه چې دانتخاباتورسمي نتیجې لانه دی اعلان شوې.
کله چې ریچارډ هولبروک د انتخاباتو د دویم دور د ترسره کيدو د امکان یادونه وکړه جمهور ریس کرزي په قهرشو اوهولبروک یې تورن کړ چې د افغانستان د ګټو پر ضد غواړي د انتخاباتو د دویم دورترسره کیدل تحمیل کړی.
سڼډې ټایمز لیکي چې په دې وخت کې دواړو جدي کلمات استعمال کړل .
جمهورریس کرزی ته یوه نژدې سرچینه وايي:
((دوی پر مختلفو امکاناتو خبرې وکړې چې یو امکان هم د انتخاباتو د دوهم دور ترسره کیدل وو. په همدې وخت کې یو سؤتفاهم رامنځ ته شو او دواړو خواوو جدي کلمات استعمال کړل.))
سنډی ټایمز لیکی:
امریکايي کارپوهانو دجمهور ریس حامد کرزي له خوا دا ډول شدید عکس العمل جدي نه دی ګڼلی. خویو شمیرامریکایي کارپوهان فکرکوي چې دجمهور ریس کرزی یو شمیر پلویانود دې شخړې یوه برخه معلومات په عمدي ډول د باندې ایستلي دي څو داسې ښکاره کړي چې ګواکې جمهور ریس کرزې په داسې حال کې چې انتخابات یې ګټلی ود امریکا لخوا د دوهم دور د ترسره کیدو له غوښتنې سره مقاومت کوي.
په انتخاباتو کې په پراخه کچه د درغلیو تورونو او ادعاګانو زیاتو افغانانو ته دا سوال پيدا کړی دی چې لویدیځ په افغانستان کې کوم ډول ډيموکراسي غواړي؟
په انتخاباتوکې کاندید عبدالله عبدالله خبردارې ورکړې چې که په انتخاباتو کې د درغلیو خبره ثابته شي دې به د انتخاباتو نتیجې ونه مني، چه له دې سره د تشدد امکانات هم زیاتیږي.
ټاکل شوې چې د افغانستان پاکستان لپاره د امریکا خاص استازې ریچارډ هولبروک به دچهارشنبې په ورځ په پاریس کې د جرمني، بریتانیې اوفرانسې له استازو سره وګوري .
د سنډی ټایمز په حواله ریچارد هولبروک غواړي په افغانستان کې د انتخاباتو دوهم دور ترسره شي څوجمهورریس حامد کرزې په دې پوه کړي چې قدرت یې محدود اود خلکو پر حقیقی ملاتړمتکي دی .