د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

کرزي او هولبروک خپلو کې ناندرې وهلي


په داسې حال کې چې د افغانستان په انتخاباتو کې ددرغیلو په اړه تورنه او شکایتونه پورته شوي یو امریکايي مقام وویل ولسمشر حامد کرزي او د امریکا خاص استازي له یو بل سره په جدي الفاظو خبري کړي دي.

په واشنګټن کې یوه امریکايي چارواکي اسوشیټیډ پریس خبري اژانس ته وویل د کرزي او ریچارډ هولبروک تر منځ کتنه جدي وه او دواړو له یو بل سره په سختو الفاظو خبرې کړي دي.

هولبروک د افغانستان د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره غونډې درلودې او له انتخباتو یوه ورځ وروسته يې له ولسمشر کرزي سره هم کتنه کړې ده.

امریکايي مقاماتو وویل ددغې کتنې هدف د انتخاباتو د پروسې په اړه خبرې وې.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس په وینا هولبروک د ولسمشرۍ له هر کاندید سره په خبرو کې په دې ټینګار وکړ چې واشنګټن په انتخاباتو کې له هیڅ یوه کاندید څخه هم ملاتړ نه کوي او نوموړي د دویم ځل لپاره د انتخاباتو په اړه له توصيې کولو ډه ډه کړې ده.


افغان ولسمشر کرزې د امریکا د پخواني جمهور ریس جورج بوش له کلک ملاتړ نه برخمن و، او له نوموړي سره يې زیات ویډیو کانفرانسونه درلودل خو له ولسمشر باراک اوباما سره بیا د افغان جمهور ریس اړیکې سړې بلل کیږي .

د اوباما اداره وايي کرزي په افغاسنتان کې د اد اري فساد د مخنیوي لپاره لازم ګامونه نه دي اخيستي او همدا راز يې د کرزي په نومول شوي مرستیال مارشال فهیم باندې چې په جنګي جنایتونو او د بشر له حقونو څخه په سرغړونو تورن دی سخت انتقادونه کړي دي.

د انټرنشنل هیرال ټربیون ورځپاڼې خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن هم حامد کرزي ته په ډاګه کړې چې د خپل مرستیال په توګه د فهیم په ټاکلو سره په امریکا او لویدځ کې د کرزي دریز کمزوری شوی دی.
XS
SM
MD
LG