د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۷

د افغانستان په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه زیات شوي دي


عبدالله چې په دې انتخاباتو کې د کرزي له مهمو سیالانو څخه دی ادعا کوي چې رایې ورکونې کې پراخې درغلۍ شوې دي.
عبدالله چې په دې انتخاباتو کې د کرزي له مهمو سیالانو څخه دی ادعا کوي چې رایې ورکونې کې پراخې درغلۍ شوې دي.

یو شمیر نړیوال څارونکي هم دې ته انتظار دي چې د افغانستان په انتخاباتو کې د پوري شویو تورونو څېړنه وشي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د بهرنیو چارو له پخواني وزیر ډاکټر عبداله څخه د سه شنبې د ورځې د خپرو شویو نتیجو له مخې لږ وړاندې دی. د پرونیو اعلان شویو یوې برخې نتیجو داسې ښکاري چې حامد کرزی نژدې لس فیصده وړاندې دی خو لا هم دې ته اړتیا لري چې دومره رایي وګټي چې انتخابات دوهمې دورې ته ونه ځنډیږي.

د اولس فیصده ګڼل شویو رایو له مخې حامد کرزي له دري څلویښتو تر پنځه څلویښت فیصده راییو خپلې کړې دي او ډاکټر عبداله عبداله له څلوردیرشو تر پنځه دیرش فیصده رایي ګټلې دي.

وړمه ورځ چې د انتخاباتو لس لومړي لس فیصده نتیجې اعلان شوې د حامد کرزي او عبداله عبداله تفاوت لږ و دغه توپیر څلویښت په سلو کې او نهه دیرش په سلو کې وو خو پرونۍ نتیجه بیا تر ډیره د حامد کرزي په ګټه وه.

سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون یوه یوه برخه نتیجې اعلانوي ډاکټر عبداله په انتخاباتو کې د درغلیو تور پوري کړی دی.
((تر هغو چې د انتخاباتو د اوریدلو له کمسیون سره، ټولې ادعاوې او شکایتونه څیړل کیږي، نتایج به څرګند نه شي))

د ډاکټر عبداله دا اندیښنه د ولسمشرۍ له شپږو نورو کاندیدانو سره هم شته ، دغو شپږو کاندیدانو روانه اونۍ په انتخاباتو کې د پراخو درغلیو تور پوري کړ.

په نړیوالو څارونکو کې یو هم مروان وینباوم دی، ده وویل:
((په اخره کې به دا ډول انتخابات د سوال وړ وي، هر څوک پوهیږي چې د افغانستان په انتخاباتو کې یو برخه درغلۍ شوې دي. له دغو ډډه نه شي کیدای. هر لور ته دا پوښتنه کیږي چې دا درغلۍ په کومه اندازه دي، څومره ارزښت لري؟ خلک به علنا ووایي او نړیواله ټولنه به ښکاره وایي چې شوې درغلۍ ډيرې زیاتې وې؟))

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د انتخاباتو ابتدایي بشپړې نتیجې د وږې یا سنبلې په دریمه اعلان شي او رسمي نتیجې د سنبلې په اوولسمه معلومې شي.

که چیرته کوم کاندید یو پنځوس فیصده رایي و نه ګټي له قانون سره سم به انتخابات دوهم ځل د دوو هغو کاندیدانو تر منځ بیا ترسره شي چې ډیرې رایي یې خپلې کړې وي.
XS
SM
MD
LG