اوباما چې په سپینه ماڼۍ کې یې خبرې کولې وویل اوس باید مونږ په افغانستان کې د خپل ماموریت په تکمیلولو تمرکز وکړو خو د امریکا جمهور ریس دا هم وویل چې دا کار یو څه وخت ته اړتیا لري.
د رویټرز خبري اژانس وايي په داسې حال کې چې د طالبانو فعالیتونه پراخ شوي ،د امریکايي سرتیرو تلفات زیات شوي ، او د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د خلکو ملاتړ مخ په کمیدو دی دا انتخابات د افغانستان او سیمې لپاره متحده ایالاتو د ولسمشر د نوې ستراتیژۍ لپاره یو ازمیښت و.
سپینې ماڼۍ ویلي د طالبانو د ګواښونو سره سره بیا هم زیات شمیر افغانانو په انتخاباتو کې برخه واخيسته او زیاتوي په افغانستان کې د تروریزم ضد اته کلنې جګړې په اړه به د واشنګټن پالیسیو کې بدلون رانه شي .
که څه هم چې ټاکل شوې د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو لپاره د ترسره شوو انتخاباتو رسمي نتیجې به تر راتلونکو دو اونیو پورې اعلان شي خو تمه ده چې د رای ورکولو مرکزونه به په نزدې ورځو کې غیر رسمي نتایج څرګند کړي.
رویټرز خبري اژانس وايي د پنجشنبې د ورځې انتخاباتو تر ډیره حده د اوسني ولسمشر حامد کرزي چې د بلې دورې لپاره د کامیابۍ په هدف يې پخواني قومندانان ځان ته نزدې کړي د واکمنې د دوام په اړه د ټول پوښتنې بڼه درلوده .
د برکنګز په څیړنیز مرکز کې څیړونکي ایلیکس ديیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دې ته زیاته اړتیا ده چې د افغانستان راتلونکې حکومت باید دا یقیني کړي چې د فساد د ختمولو ،ښه حکومت دارۍ ، او د قانون د حاکمیت لپاره له پیل څخه جدي ګامونه اخلي .
دغه راز د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هولبروک هم ویلي دي چې د افغانستان په ادارو کې اوسنۍ فساد د واشنګټن لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده.